د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جګړې نه تمېدونکی خوزښت


به کندهار کې یو افغان وګړی چې په سینه کې په ګولیو لګېدلی د امريکايي پوځي ډاکترانو تر درملنې لاندی دی.
به کندهار کې یو افغان وګړی چې په سینه کې په ګولیو لګېدلی د امريکايي پوځي ډاکترانو تر درملنې لاندی دی.


په امریکایي ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې روري سټيورټ لیکي، د ۹/۱۱ د پیښې لس کاله پوره شول نو بیا ولې د امریکا۱۴۰۰۰۰ (یو لک څلوېښت زره ) پوځیان له ملکه بهر دي،او امریکا په افغانستان کې د دویمې نړیوالې جګړې نه زیات وخت تیر کړو. لیکوال وایې، ددې ټولو پوښتنو دودیز ځواب دا ورکول کیږي، چې افغانستان اوس هم د نړی د امن لپاره خطر لري.


د ۲۰۰۹ م کال د مارچ په میاشت کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما دا ویلي وو، که چرې افغان حکومت وغورځید، او وسلوال طالبان بیا په واک کې راغلل، نو هیواد به یې یو ځل بیا له یوې لویې خطرې سره مخامخ شي.


نیویارک ټایمز لیکي، که چري د افغانستان حکومت وغورځیدو نو اثر به یې په پاکستان هم پریوځي، او بیا داسې خبرې هم کیږي، چې چری د پاکستان ایټمی وسلې د طالبانو په لاس ور نشي.


لیکوال روري سټيورټ وایې، دغسې ټولې خبرې هیڅ معنا نه لري، او زیاتوي، اول خو افغانستان د نړۍ لپاره تر هغې کم خطر لري، څومره چې ویل کیږي. وسلوال طالبان اوس دومره طاقت نه لري، چې په کابل به حمله وکړي، او که چرې داسې څه پیښه مخې ته راهم شي، نو ددې امکانات هم ډیر کم دي، چې القاعده ته به یو ځل بیا افغانستان ته د راتلو بلنه ورکړي.

لیکوال روري سټيورټ وایې، په افغانستان کې د طالبانو زیاتره مشران داسې فکر هم کوي، که چري دوی د القاعده مرسته نه وای کړې، نو اوس به هم په واک کې وو.


القاعده هم اوس دومره توان نه لري، چې د غربي نړۍ لپاره به یو خطر جوړ شي، او که چرې د القاعده اډې په افغانستان کې جوړې شوې، نو امریکا دا ځل یو سخت ځواب هم ورکولی شي.

لیکوال وایې، که چرې پوښتنه د استحکام وي، نو بیا خو مصر زیات اهمیت لري، او که چرې د ترهګر و پیښو اندیښنه وي، نو پاکستان زیات اهمیت لري. او د پاکستان د امنیت لویه تکییه د ګاونډي هیواد هند سره د اړیکو او د مسلو په هوارولو هم ده.

د روان کال د جون په میاشت کې ولسمشر اوباما له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ۲۰۱۴ م کال پورې د وتلو پلان اعلان کړ، او دا چې د امنیت ذمه واري به افغان ځواکونو ته سپاري.

ورځپاڼه لیکي، په راروانو دریو کالو کې یو سیاسي حل ډیر ضروري دی، ځکه چې نه خو وسلوال طالبان، نه افغان حکومت او نه یې ګاونډي هیوادونو یو جوړ جاړي ته غاړه ږدي ، او هر یو اوس هم دا وایې، چې دوی یې ګټلی شي.
XS
SM
MD
LG