د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت وايي، له ډینګي وایرس نه مه ډارېږي.


د خيبر پښتونخوا د صحت د اداري ډيپټی ډايريکټر ډاکټر ضياء لحسنین مشال ريدیو ته ويلي دي چي د صوبې ولس له د ډينګي وايرس نه ويره نه ده پکار.

ډاکټر حسنين زياته کړه، دغه واير س چې څومره په تیزۍ سره په پنجاب او نورو صوبو کي خور شو هومره زور يې په خيبر پښتونخوا کي نشته.دی زیاتوي چې د ډينګي وایرس ناروغان په پنجاب کې تر درو زرو کسانو ډېر شوي دي خو د دوی په صوبه کې دا مهال یوازې د ډینګي څه نا څه شل ناروغان دي.

هم دا راز د قبايلي سیمو لپاره د صحت د اداري يو چارواکي ډاکټر ولي خان مشال ريډیو ته ويلي دي چي تر دا مهاله په قبايلي سيمو کي د ډينګي وايرس يو مريض هم نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG