د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې بارانونو ۲۷ نور کسان مړه کړي


پروسږ کال هم د پاکستان په ډېری برخو کې سیلانو ګڼه مرګه ژوبله او لوی مالي تاوان اړولی وو
پروسږ کال هم د پاکستان په ډېری برخو کې سیلانو ګڼه مرګه ژوبله او لوی مالي تاوان اړولی وو
د سیند صوبي په سانګړ ا و عمر کوټ ضلعو کی له روانو بارانونو په راغلیو سیلانو کي د ډوبیدو ، د بجلۍ نیولو او د هیضی وبا د لګېدو له امله ۲۷ کسان مړه شوی دي چی يو شمیر په کي ماشومان دي.

د مشال ریډیو خبريال وايي د دغه صوبي حکومت په بدین ضلع کی خلکو ته د نورو سیلابونو له کبله له کورونو د وتو خبرداری ورکړی دی.

د سیند صوبي د اطلاعاتو وزير شرجيل میمن مشال ريډيو ته وييلي دي چې اوسنیو بارانونو د تېرو هغو ریکاډ مات کړی دی.

بل خوا ملګرو ملتونو په اغيز منو سیمو کي د مرستي کارونه پيل کړي دي.
XS
SM
MD
LG