د لاسرسي ځای

ترهګرو اوس د بلوچستان پر خوا مخه کړې:رحمن ملک


د پاکستان د کورونو چارو وفاقي وزیر،رحمن ملک

د پاکستان د کورونو چارو وفاقي وزیر،رحمن ملک


نیازموسی خیل،کوټه

د پاکستان د کورونو چارو وفاقي وزیر،رحمن ملک په کوټه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویلي چي ترهګرو له خیبر پښتونحوا وروسته اوس د بلوچستان پر خوا مخه کړېده،خو د ده په وینا،د ملک پر ضد لګیا هرترهګر به تر خپل انجامه ورسوي.

رحمن ملک په کوټه کې د اوسنیو ځانمرګو بریدنو په اړه وویل چي د دپاکستان د کمزورولو پلان او منصوبه ده،چي د ده په ټکو،دغه منصوبه به یې هیوادوال په ګډه ختموي.

رحمن ملک زیاته کړه:٫٫دا خبره پر ریکارډ ده چي بهرني قوتونه د بلوچستان د کمزورولو هڅه کوي،خو موږ ویده نه یو،بیداره یو او په دغه لړ کي هرکوټلۍ ګام اخیستلو ته به آماده یو.٬٬

که څه هم رحمن ملک د کوټي د ځانمرګیو بریدو تر شا د بهرنيو قوتونو د لاس وهنو خوا ته اشاره وکړه،خو دا یې نه کړه څرګنده چي دا قوتونه څوک دي؟

د د کورونو چارو وفاقي وزیر،رحمن ملک وروستهو یوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل چي د کوټې د ځانمرګیو بریدونو له ځایه څخه د یوه افغان کډوال د مهاجر کارډ د تر لاسه کیدو وروسته به دوی اوس په ټول ملک کې د ګاونډي هیواد د وګړو پر تګ را تګ ټینګ او ژور پام وساتي.ده په دغه لړ کي زیاته کړه:٫٫د رواني میاشتي له ۲۵مې نیټې څخه به دلته د امیګریشن ځایونه بیرته خلاص کړل شي، چې د افغان حکومت د مرستې نه کولو له وجي بند کړل شوي وو.پر دغو کاونټرو به د ګاونډي هیواد د وګړو ټینګه څارنه کیږي.٬٬

رحمن ملک له افغان کډوالو غوښته وکړه چې کوم هغه له پاکستاني حکومت سره نه دي رجسټر،هغوی دې ژرترژره ځان له نادرا سره رجسټر کړي،ګنې د دوي پر ضد به سخت ګامونه واخیستل شي.

په کوټه کې صوبايي چارواکي وایي د څانمرګو بریدونو وروسته یې ،په بلوچستان کې امنیتي ګامونه سخت کړي او د کوټي پر داخلي او خارجي لارو له سختو پلټنو وروسته،خلکو ته د تګ راتګ اجازت ورکول کیږي.
XS
SM
MD
LG