د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې بهرنۍ لاسوهنه نه منو.عرب لیګ


عرب ليګ په شام کي د هرډول بهرني مداخلت وړانديز رد کړی دی.
د ثنا خبري اژانس له مخي د عرب ليګ مشر نبيل العربي لخوا دا څرګندونې په دمشق ښار کې د شام ولسمشر بشارالاسد سره په خبرو کي مخې ته راغلي دي .

د عرب ليګ مشر په دې غرض د شام سفر کوي چی دا ډول پر ولسمشر بشارالاسد فشار واچوي چې د مظاهره چيانو پر ضد تشدد ودروي. ټاکل شوي وه چي د عرب ليګ سيکرېټري جنرل به د چارشنبې په ورځ د شام سفر ترسره کولی خو د بشارال اسد حکومت دا سفر درې ورځي و ځنډولو.

عرب ليګ لا د وړاندې د شام پر ولسمشر د تشدد د ودرولو او په هيواد کي د سياسي او معاشي اصلاحاتو ږغ کړی دی. د ملګرو ملتونو په وينا د روان کال د مارچ له مياشتې راهيسي د بشارالاسد د حکومت پر ضد په پيل شوو مظاهرو کي ۲۳۰۰ کسان وژل شوي چي په کي زياتره عام وګړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG