د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تنزانییا په ډوبه شوی بېړۍ کې ۱۹۰ کسان مړه شوي دي


د تنزانيیا د زنزيبار او پمبا جزيرو ترمنځ په سمندر کې د کشتۍ د ډوبيدو په پيښه کي د مړو شوو کسانو شمیر ۱۹۰ نه زيات شوی دي.

د زنزيبار رياست د هنګامي حالاتو وزير محمد عبود ويلي دي تردې دمه ۶۱۰ کسان ژغورل شوي دي خو د شپې د تيارې له وجې مرستندویه کارونه ځنډول شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې کله کشتۍ د دارلاسلام بندرګاه څخه روانيده نو څه باندي اته سوه کسان په کي سپاره وو ، او دا پيښه د زياتو سورلو له وجې رامنځ ته شوېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG