د لاسرسي ځای

نن په امریکا کې ۰۹/۱۱ لسم تلین لمانځل کېږي


په امريکا کي د يولسم سپتمبر تره ګر بريدونه چي په کې شا وخوا درې زره کسان وژل شوي وو نن يي لسمه کليزه لمانځل کيږي. بلخوا د دې ورځ په مناسبت سره پاکستان ويلي دي هغوي اوس هم په ژمن دي چي د تره ګرۍ ضد جنګ ته به دوام ورکوي.

نن به د امريکا ولسمشر باراک اوباما د هغه ځايونو دوره کوي چي په یولسم سپټمبر ۲۰۰۱ م کال د ترهګرۍ بريدونه ورباندې شوي وو.

پر واشنګټن ، نيويارک او د پينسیلوېنیيا رياست د بریدونو د یوې لسیزې تر پوره کېدو یوه ورځ وړاندي د امريکا ولسمشر باراک اوباما په خپلو څرګندونو کې ويلي وو هغه وخت چې کله د يولسم سپتمبر د تره ګرۍ پيښي رامنځ ته شوې د هغې په پرتله اوس مهال امريکا ډيره مضبوطه ده .
XS
SM
MD
LG