د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په ټینګ امنیت کې د ۹/۱۱ لسم تلین لمانځل کېږي


پر ۰۹/۱۱ نېټه د نیویارک نړیوالې سوداګرۍ مرکز باندې د ترهګرو بریدونو دا انځور د فردا ریډیو لپاره علي رضا دروېش کښلی دی
پر ۰۹/۱۱ نېټه د نیویارک نړیوالې سوداګرۍ مرکز باندې د ترهګرو بریدونو دا انځور د فردا ریډیو لپاره علي رضا دروېش کښلی دی
په امريکا کي د يولسم سپتمبر تره ګر بريدونه چي په کې شا وخوا درې زره کسان وژل شوي وو نن يي لسمه کليزه لمانځل کيږي. بلخوا د دې ورځ په مناسبت سره پاکستان ويلي دي هغوي اوس هم په ژمن دي چي د تره ګرۍ ضد جنګ ته به دوام ورکوي.


زموږ دښمن امریکایان ترهول غوړي خو دوی ویره نه مني. موږ له یوه کلک دښمن سره مبارزه کوي چې هیڅ تېر وتنه نه کوي.

پر واشنګټن ، نيويارک او د پينسیلوېنیيا رياست د بریدونو د یوې لسیزې تر پوره کېدو یوه ورځ وړاندي د امريکا ولسمشر باراک اوباما په خپلو څرګندونو کې ويلي وو هغه وخت چې کله د يولسم سپتمبر د تره ګرۍ پيښي رامنځ ته شوې د هغې په پرتله اوس مهال امريکا ډيره مضبوطه ده .

نن امريکا مضبوطه ده او القاعده له ماتې سره مخامخ ده ،د پخوا په پرتله اوس موږ ډير په برياليتوب سره د القاعده پرضد جنګيږو ، په تيرو دوه دونيمو کالو کې موږ د القا عده زياتره مشران له مينځه يوړل. زموږ د ځواکونو د حيرانکونکو کارنامو او میړانې مننه چې موږ يې ددې جوګه کړو چې اسامه بن لادن مو له انصاف سره مخامخ کړو)


ولسمشر باراک اوباما ویلي دوی د یوه ټینګ دښمن پر وړاندې مبارزه کوي چې د امریکا ولس ډارول غواړي خو دی زیاتوي چې د خپل ولس د خوندیتوب لپاره به په خپل ټول قوت استعمالوي.

هغه وویل،" زموږ دښمن امریکایان ترهول غوړي خو دوی ویره نه مني. موږ له یوه کلک دښمن سره مبارزه کوي چې هیڅ تېر وتنه نه کوي. دوی غواړي چې موږ یو ځل بیا ووهي. خو دا اونۍ موږ و ښودله چې موږ بیداره یو. موږ موږ به د یوه زغم لرونکي ملت په توګه مخ په وړاندې ځو.

بلخوا د پاکستان د بهرنو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کي ويلي دي هغوی د يولسم سپتمبر د تره ګرو بريدونو له وجې د اغيزمن شوو خلکو سره په غم کي شريک دي .

د يولسم سپتمبر د تره ګرو بريدونو د لسم تلین مراسم او غونډط په داسې حال کې لمانځل کېږي چي د امنيت لپاره سخت ګامونه پورته کړل شويدي ، چارواکي وايي د باوري خو ناتایيد شويو رپورټونو له مخې په دې موقع د القاعده لخوا د ممکنه بريد خطر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG