د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې تر وخت تېر درمل پلورل کېږي


تر نېټې تېر دارو درمل په اکثرو چاپونو کې ترسترګو شوي دي
تر نېټې تېر دارو درمل په اکثرو چاپونو کې ترسترګو شوي دي

سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان د هلمند ولايت اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په ډېرى درملتونونو کې تر وخت تېر درمل پلورل کېږي چې په ناروغيو اخته کسان يې نور هم ناروغه کړي دي .

دلته ډېره چينايي دوا راځي ، له پاکستان څخه هم راځي چې کيفيت يې ښه نه دى او بل له ايران څخه دلته دوايانې راځي چې لوړ کيفيت نه لري.

دوى وايي چې که دولت د دغسې دوا خانو مخه ونيسه ونه نيسي او ويې نه تړي نو کېداى شي تر نېټې تېر درمل ناروغانو ته نورې روغتییايي ستونزې را ولاړې کړي.


د هلمند ولايت يو تن اوسېدونکي امين الله چې خپل يو خپلوان ته يې له دواخاني څخه درمل اخيستي وو خو چې ويې کتل تر ټآکل شوې نېټې ډېر تېر شوو .

شربت ، ګولۍ او پېچکارۍ يې ورکړې وې ، کله مو چې هغه بل ډاکټر ته ورښکاره کړې نو هغه ويل چې دا خو تر وخت تېرې دي او تاوان ورته کوي

د اختر محمد په نامه د هلمند يو بل اوسېدونکى بيا وايي چې د هلمند په درملتونونو کې ناروغانو ته که له يوې خوا تر اندازې زيات درمل ورکول کېږي خو بله خوا بيا درمل هم بې کيفيته وي چې هيڅ ګټه نه لري،

هر مريض چې د دوى درمل وخوري نو ددې پر ځاى چې جوړ يې کړي حال يې نور پسې ورخراب کړي، د مريض يوه مريضي وي او دوى د بلې درمل ورکړي وي. کله چې درمل ورکوي هم لس دولس رقمه اضافه درمل ورکوي.٬٬

خو د هلمند درمل پلورونکي بيا وايي چې درمل يې تر وخت تېر نه دي بلکي له ځينو ګاونډيو هېوادونو څخه د ټېټ معيار راغليو درملو چې چندان ګټه هم نه لري خلک اندېښمن کړي چې ګواکې تر وخت به تېر وي .

د هلمند د يوې دواخانې کارکوونکى ميرويس وايي چې هره اونۍ د عامې روغتياي د رياست کارکوونکي راځي او د دوى درمل ګوري چې تر وخت تېر نه وي خو له نورو هېوادونو د راتلونکيو درملو مخه نه نيسي.

دلته ډېره چينايي دوا راځي ، له پاکستان څخه هم راځي چې کيفيت يې ښه نه دى او بل له ايران څخه دلته دوايانې راځي چې لوړ کيفيت نه لري

بله خوا بيا د هلمند ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر يار محمد ناصري وايي چې هلمند ته له نورو هېوادونو څخه بې کيفيته درمل په پټه راوړل کېږي او دلته ناروغانو ته هم پټه توګه ورکول کېږي .

نه ګمرک شته او نه هم په ګمرک کې طبي لابراتوار شته . نه د تجزيې لابراتوار شته ، څوک نه دوا کنټرولوي او نه يي په لابراتوار کې ګوري ، هلمند ته له ايران او پاکستان څخه بې سرحده ، بې لابراتواره او بې ګمرکه دوا راځي چې کېداى شي سل په سلو کې يې بې کيفيته وي ٬٬

هلمند له پاکستان او ايران سره پر پوله پروت ولايت دى چې په درملو سربېره ډېرى خوراکي مواد او د ټيټ معيار سامانونه هم ورته له دوغو هېوادونو څخه په ناقانونه توګه راوړل کېږي چې بيا د افغانستانو نورو سيمو ته هم لېږدول کېږي
XS
SM
MD
LG