د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ۹/۱۱ وروسته د اقلیتي ټولنې غړي له پاکستانه ځي


د پښتونخوا په ګڼو برخو کې لږکیان(اقلیتونه) اوس هم له ځايي ولس سره پرامنه ژوند تېروي.
د پښتونخوا په ګڼو برخو کې لږکیان(اقلیتونه) اوس هم له ځايي ولس سره پرامنه ژوند تېروي.
مجید بابر، مشال راډیو

پراګ
- د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر د یولسمې تر پېښې وروسته که یو خوا په لکونه افغانان او پښتانه در په در شوي دي نو بل پلو، د رپورټونو ترمخې په پاکستان کې د مېشتو اقلیتي ټولنو کسان هم کډې په سر دي.

په دې لږکیو کې ځېنې د سولې او سوکالۍ په تمه هند ته تللي دي.

دا مهال د پاکستان له سېند او بلوچستانه لږ تر لږه د هندوانو او سېکانو ۴۰۰ کورنۍ، چې په دې وروستیو کې هند ته تللي ول، هم هلته پاتې شوي دي.

دا لړۍ اوس هم روانه ده او له پنجاب صوبې هم دا رپورټونه راغلي دي.

د سپټمبر د یولسمې تر پېښې مخکې، په پاکستان کې د اقلیتونو (لږکیو) پر ضد داسې لویې کار روایانې نه دي شوې چې دوی یې په کډه کولو مجبوره کړي وي. خو تر دې پېښې وروسته، وخت په وخت، اقلیتونه او د دوی سپېڅلي ځایونه په نښه کړل شوي دي.

د پاکستان په پارلېمان کې، د اقلیتونو لپاره غړی ډاکتر اریش کمار وايي چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې له پیل سره، پر دوی د پاکستان د ځمکې لمن تنګه شوې ده.

د ده په وینا، د سېند صوبې د اسمبلۍ د یوه غړي، رام سېنګ سیدو په شمول، په سلګونه کورنیو په هند کې پناه اخیستې ده.

کمار وايي، له هندوانو او سېکانو قلنګ اخیستل او د پیسو لپاره د دوی تښتول اوس په پاکستان کې معمول دی.

دی وايي، نه یې مشران محفوظه دي، نه ماشومان.

په سېند، بلوچستان، او پنجاب کې وخت په وخت د هندوانو، سېکانو، عیسویانو پر ضد د تاو تریخوالي پېښې شوې دي. خو په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې داسې لویې پېښې نه دي شوې.

د اورکزیو اوسېدونکی او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخواني اقلیتي غړی صاحب سېنګ وايي، په خیبر او اورکزیو کې ورته ترهګرو ګواښونه کړي ول نو ځکه له دې سیمو، ۲۰۰۰ کورنیو اوس پېښور ته کډې کړې دي.

صاحب سېنګ وايي، د پېښور په ډبګرۍ بازار کې د دوی یوه ګوردواره (د سیکانو عبادتځای) هم شته، او ځکه اوس سېکانو خپل کاروبارونه او کورونه دې سیمې کې اخیستي دي.

دی وايي د پېښور دا سیمه اوس د هند د امرتسر نظاره ښيي.

اقلیتونه د پاکستان د ټولې ابادۍ درې فیصده دي.

د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښې مخکې، په دې هېواد کې د اکثریتي مسلمانانو او نورو لږکیو تر منځ د ورورولۍ او په یوه ټولنه کې په امن د اوسېدو رښته وه.

خو د سپټمبر د یولسمې تر پېښې وروسته، اوس د پاکستان ټولنه سخت دریځه، او د اقلیتونو په اړه له نه زغم سره مخامخ ده.

همدا لامل دی چې په سلګونه کورنۍ له پاکستانه کډه په سر دي.
XS
SM
MD
LG