د لاسرسي ځای

ایا پاکستان پر ایران د بندیزونو په دایره کې راځي؟


د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي له پاکستاني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني سره هم ولیدل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي له پاکستاني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني سره هم ولیدل.

مجید بابر، مشال راډیو

پراګ
- د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي د پاکستان سفر کړی دی.

نوموړي د پاکستان د مالي چارو له وزیر ډاکتر عبدالحفیظ شیخ سره لیدلي دي.

د رپورټونو تر مخې د دواړو هېوادونو یادو وزیرانو له خپلو پلاویو سره تر دوو ورځو خبرې کړې دي او اوس داسې رپورټونه دي چې پاکستان د ایران هغه دواړه غوښتنې نه دي منلې چې یوه په کې هند ته د ځمکني تجارت لپاره ایران ته لاره ورکول وه. او بله د ایران او پاکستان تر منځ د ګیس د پایپ لاین غځولو لپاره پانګه ورکول وو.

د رپورټونو تر مخې، پاکستان د ۱۸م دوه اړخیزه اقتصادي کمېسیون په غونډه کې په ایران د امریکا له طرفه د بندیزونو په تناظر کې، له دې وېرې چې له امریکا سره اړیکي کړکېچن نه شي؛ دغه دواړه وړاندیزونه رد کړي دي.

پاکستان هند ته د تجارت لپاره د لارې د نه ورکولو سبب دا ښيي چې د پاکستان او هند تر منځ د ټرانزټ تړون نشته، نو ځکه د ځمکې له لارې د خلکو د تګ راتګ او له ایرانه د سامانونو وړلو راوړلو د نړیوال تړون له مخې پاکستان نشي کولای چې ایران ته له هند سره د ځمکني تجارت اجازه ورکړي.

له دې سره، سره پاکستان د ایران لخوا د ګیس د پایپ لاین د غځولو لپاره د ۱،۵ اربه ډالرو د مالي لګښت وړاندیز ځکه قبول نه کړ چې پاکستان وېرېږي چې له امریکا سره یې اړیکي خراب نه شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده وايي له دې رپورټونو نه ده خبره: (( له ما سره په دې اړه مالومات نشته. خو غواړمه چې د دې پته ولګوم، چې ایا ایران د دې غوښتنه کړې ده او د دې په ځواب کې پاکستان څه ویلي؟ خو دا واضحه خبره ده چې په دې ټولو ستونزو به خبرې اترې کېږي او دا خبرې اترې دا مهال په دوه اړخیزه اقتصادي کمېسیون روانې دي. په دې اړه د پاکستان د خزانې وزیر رسنیو ته هم ویلي دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ ښه غونډه شوې ده. او د دې ښو غونډو عکس العمل به د وزیر اعظم ایران ته د سفر په موقع ښکاره شي. دغه سفر به د سپټمبر له ۱۱مې تر ۱۳مې نېټې پورې وي.))

امریکا په دې منصوبې د خپلو اندېښنو څرګندونه کړې ده. خو د پنجشنبې په ورځ، د پاکستان د خزانې وزیر ډاکتر عبد الحفیظ شیخ ویلي دي چې پاکستان د دې منصوبې په پوره کولو کې مخلص دی.

پوښتنه دا ده، امریکا چې پر ایران اقتصادي بندیزونه لګولي دي، ایا پاکستان د دې بندیزونو په دایره کې راځي او که نه؟

د پاکستان د بهرنیو او د مالي چارو پخوانی وزیر سر تاج عزیز وايي چې که امریکا غواړي چې پاکستان له ایران سره د توانایۍ په لړ کې تړونونو ته (هو) و نه وايي نو بیا امریکا ته په کار دي چې د پاکستان د توانایۍ د بحران په حل کولو کې مرستې وکړي او د باشا ډیم لپاره دې ژر تر ژره مالي مرستې پاکستان ته ورکړي.

عزیز زیاتوي، امریکا په ایران کوم اقتصادي بندیزونه لګولي دي، پاکستان د هغو بندیزونو په دایره کې نه راځي او پاکستان ته په کار دي چې په دې لړ کې خپلو ګټو ته وګوري.

د ښاغلي صالحي په دې موجوده سفر کې، دواړو هېوادونو د اقتصادي او تیکنیکي همکارۍ په ترځ کې درې یاد داښتونه لاسلیک کړي دي.

صالحي رسنیو ته ویلي چې د پاکستان د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني ایران ته تر سفر وروسته به دا همکاره نوره هم پراخه کړل شي.

څېړونکي وايي، دا مهال د ترهګرۍ ځپلي پاکستان لپاره د خوشالۍ او سوکالۍ لار له تهرانه تېرېږي؛ خو پاکستان ته په کار دي چې په دې اړه اوږد مهاله لار خپله کړي.
XS
SM
MD
LG