د لاسرسي ځای

تازه خبر

د الطاف حسین تورونه سوچه درواغ دي


د عوامي نیشنل ګوند مرستیال صدر افراسیاب خټک
د عوامي نیشنل ګوند مرستیال صدر افراسیاب خټک
خالد خان او پامیر ساحل، مشال راډیو

پېښور/ پراګ
- په پاکستان کې د عوامي نیشنل ګوند مرستیال صدر او د دې هېواد د سینېټ غړي افراسیاب خټک د متحده قومي موومنټ د مشر الطاف حسین په خبري غونډې سخت غبرګون ښودلی دی.

له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال، افراسیاب خټک ویلي د الطاف حسین د بیانونو غندنه کوي او د هغه ((تورونه سوچه درواغ)) دي.

الطاف حسین د خپلې خبري غونډې پر مهال پر عوامي نیشنل ګوند تور پورې کړ چې د ۲۰۰۸ز کال د انتخاباتو پر مهال یې له امریکا پیسې اخیستې وې.

الطاف حسین ویلي، تر باچا خان و ولي خان وروسته اوس عوامي نیشنل ګوند هسې نه دی پاتې او پښتانه ((ګمراه)) کوي.

افراسیاب خټک وايي د الطاف حسین د خبرو په اړه به په پارلېمان کې په دې بحث کوي.

خټک وايي الطاف حسین پر کراچۍ ((اجاره داري)) کول غواړي.

دی وايي: ((بدقسمتۍ سره میډیا د ایم کیو ایم د دهشتګردۍ ښکار ده)). ده وویل، باید رسنۍ د جنایتکارانو په منګل کې کېوتو ته پرېنښودل شي.

له افراسیاب خټک سره د مشال راډیو پوره مرکه دلته واورئ:
الطاف حسین په خبرو د عوامي نیشنل ګوند غبرګون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د جمعې په ورځ، د پاکستان د متحده قومي موومنټ مشر الطاف حسین یو ځل بیا ویلي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

د انګلستان په لندن کې د خبري غونډې پر مهال الطاف حسین دا تورونه رد کړل چې ګواکې د ده ګوند د کراچۍ په هدفي وژنو کې لاس لري.

الطاف حسین وویل: ((نن سپینې خبرې کول غواړي)) ځکه ورته مالومه نه ده چې بیا به خبرې وکړای شي او که نه؟ ده وویل د پاکستان تاریخ له درواغو او دوکو جوړ دی؛ او د دې هېواد یو نسل ته هم سم تاریخ نه دی ښودل شوی.

الطاف حسین د سپریم کورټ لخوا د کراچۍ د حالاتو په اړه د اخیستل شوي سو موټو نوټس په اړه وویل چې د عدالت تر فیصلې وروسته به خپل غبرګون ورکوي.

د ایم کیو ایم د مشر خبري غونډه تر درې ګېنټو روانه وه.

الطاف حسین دا خبرې پر داسې مهال کړې دي چې په پاکستان کې د ژوند د هرې طبقې لخوا د نورو ګوندونو او ډلو په مقابله کې پر متحده قومي موومنټ د کراچۍ د حالاتو د خرابولو تورونه زیات لګېږي.

موده مخکې د سېند د کورنیو چارو پخواني وزیر ډاکتر ذوالفقار مرزا د یوې خبرې غونډې پر مهال ویلي ول ایم کیو ایم د کراچۍ په هدفي وژنو کې لاس لري.

ذوالفقار مرزا په قران قسم خوړلی وو او ویلي یې ول چې الطاف حسین د پاکستان د ماتولو په دسیسه کې لاس لري.

د خبري غونډې پر مهال الطاف حسین زیاته کړه، د پاکستان د ماتولو مخنیوی کوي.
XS
SM
MD
LG