د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د خلکو تښتونې زیاتې شوې دي


د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس افتخار محمد چودري ویلي، په بلوچستان کې د خلکو د ورکېدو پېښې زیاتې شوې دي.

په لاهور کې د جمعې په ورځ د پاکستان د سپریم کورټ بار ایسوسي اېشن تر سیوري لاندې د عدلیې د نړیوالې غونډې (International Judicial Conference) د پرانیستو پر مهال نوموړي وینا کړې ده. افتخار چودري وايي په بلوچستان کې عدالت ته تر وړاندې کېدو مخکې او پرته د خلکو د وژنې او د خراب کړل شویو مړیو تورونه هم مخې ته راځي. چیف جسټس وویل، که څه هم د عدالت تر سو موټو نوټس وروسته ځېنې لا درکه کسان خوشې کړل شوي دي خو د ورکو خلکو په اړه تر اوسه څه مناسبه قانون نه دی جوړ کړل شوی. په لاهور کې روان دا کنفرانس درې ورځې دوام کوي او په کې له هند، بنګلا دېش او سري لنکا راغلي وکیلان ګډون کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG