د لاسرسي ځای

په مصر کې د اسراییل پر سفارت برید


د مصر د پولیسو او پوځ په پلازمېنه قاهره کې د اسراییل پر سفارت خانه له برید کوونکیو مظاهره چیانو سره نښتې شوې دي.

مظاهره چیانو اسراییلي دستاویزات د سفارت له کړکۍ د باندې غورځولي دي. تر دې ګام وروسته د جمعې په ورځ د اسراییل سفیر له خپلې کورنۍ او د سفارت له نورو کار کوونکیو سره په یوه اسراییلي الوتکه کې له مصره ووت. پولیسو د مظاهره چیانو پر ضد ګام اخیستی دی او د خلکو د تیت و پرک کولو لپاره یې ډزې او اوښکې تویونکی ګیس کارولی دی. د اخ و ډب پر مهال د پولیسو ځېنې ګاډو ته اور هم ورته کړل شو. په تاو تریخوالي کې ۴۵۰ کسان ټپي شوي دي. د امریکا ولسمشر باراک اوباما په مصر غږ کړی دی چې د واشنګټن د ملګري اسراییل د سفارت له خوندي کولو سره دې خپلې نړیوالې ذمه وارۍ پوره کړي.
XS
SM
MD
LG