د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېند کې سېلاوونو ۱۸۲ وژلي


د پاکستان د سېند چارواکي وايي په صوبه کې د روانو بارانونو له کبله تر ۱۸۲ زیات کسان وژل شوي او څه د پاسه پنځوس لکه (۵۰۰۰۰۰۰) متاثره شوي دي.

د سېند صوبې د ناورینونو د انتظام ادارې له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په وژل شويو کې ۳۱ ماشومان او ۷۹ ښځې هم شاملې دي. د دې ادارې سروې وايي له بارانونو او سېلاوونو اغېزمن ۲۰۰۰۰۰ خلک په حکومتي کیمپونو کې ژوند تېروي. تر دې مخکې د پاکستان ولسمشر اصف علې زرداري له ملګرو ملتونو د سېلاو ځپلو لپاره د مرستو غوښتنه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG