د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې د مشرانو وژنه او سیاسي تشیا


په مومندو کې تر یوه ځانمرګي برید وروسته منظر . ۲۰۱۰ز کال
په مومندو کې تر یوه ځانمرګي برید وروسته منظر . ۲۰۱۰ز کال
ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ
- تر ۲۰۰۷ز کال مخکې قبایلي سیمه مومند د نورو اېجنسیو پرتله ارامه سیمه ګڼل کېده.

په دې کال کې، د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د سور جومات تر عملیاتو وروسته، وسله والو طالبانو په مومندو کې د سور جومات په نوم یو بل جومات جوړ کړ چې تر دې وروسته بیا دې وسله والو په سیمه کې خپل کارونه پیل کړل او په زیاتره سیمو کې یې خپل واک عملي کړ.

د پاکستان حکومت لخوا په دې سیمې کې د پوځي عملیاتو تر څنګ ، هلته قبایلي لښکر او امن جرګې جوړې شوې چې د طالبانو مخه ونیول شي.

قبایلي ملکانو په دې کې ډېر مهم رول لوباوه خو د اېجنسۍ لوی او ستر ملکان او د امن جرګو یو شمېر غړي ووژل شول.

د مومندو یو ملک جمیل چې قبایلي کونسلر او د امن جرګې غړی هم دی، له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وايي، دې حالاتو هر څه بدل کړي او ملکان په ازاده توګه د امن خبرې نشي کولای.

د مومندو یو بل ملک تاج محمد مومند دی. دی په پېښور کې خپل روزګار کوي. تاج مومند وايي طالبانو د اېجنسۍ رسم او رواج، ان دا چې ستر مشران یې له منځه وېوړل.

د ځېنو قبایلي مشرانو وینا ده چې لومړی طالبان په لږ شمېر کې ول، نو هغه مهال د حکومت لپاره ممکنه وه چې د دوی مخه ونیسي.

ملک فضلي، دوی اوس د طالبانو مخه نشي نیولای.

د مومندو پولیټیکل چارواکی مقصود حسین بیا دریځ لري چې ۱۱ امن کمېټۍ یې جوړې کړې دي او ډېر په موثره ډول د طالبانو پر ضد جنګېږي.

په دې اړه چې ایا د مومندو د ملکانو په وژنه کې په ښکاره ډول طالبان لاس لري او که نه؟ ملک جمیل وايي.

ملک جمیل زیاتوي، دا اېجنسي ډېره زیاته پر امنه وه او د جرګو له لارې به هر څه هوارېدل.

د مومندو د خبریالانو د مرکز مشر محترم خان وايي چې د مشرانو له وژلو سره د جرګو ارزښت له منځه تللی دی او نوی نسل نشي کولای چې جرګې وکړي.

له مومندو د قامي اسمبلۍ (ولسي جرګې) غړی فضل منان چې په سیمه کې یې ډېر اثر و نفوذ در لود، په پېښور کې وسله والو ووژلو.

د مومندو زیاتره قبایلي مشران وژل شوي او چې نور پاتې دي هغه مخې ته نه راځي.

د مومندو اوسېدونکي وايي د خبرو له لارې ممکنه ده چې کراري راشي، خو په هغه صورت کې چې د اېجنسۍ د سمو مشرانو ساتنه باوري شي.

اوسېدونکي وېره لري چې د ملکانو له وژنې سره زېږېدلې خلا که پوره نه کړل شي نو طالبان به له دې ګټه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG