د لاسرسي ځای

د سولې لپاره دې حکومت زموږ مشورې ومني: مشران


په کندهار کې د شوې غونډې برخوال

په کندهار کې د شوې غونډې برخوال

سید شاه سقیم، مشال راډیو


کندهار
- د افغانستان د کندهار ولايت قومي مخور او سپين ږيري وايي چې دولت بايد د سولې د راتګ او د دولت د مخالفو کسانو له دولت سره د يو ځاى کېدو لپاره د دوى په مشورو عمل وکړي.

د کندهار سپين ږيرو او قومي مشرانو د يوې غونډې پر مهال له دولته وغوښتل چې په کندهار کې د سولې د راتګ لپاره دې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وکړي او هغه کسان چې دا مهال يې د دولت پر ضد وسله پورته کړې خبرو ته کېنوي.

د کندهار يو تن قومي مشر تورن نېک محمد وايي چې پر دې سربېره بايد دولتي چارواکي په کندهار د ګاونډيو هېوادونو د قونسلګيريو کارونه هم وڅاري .

دولت دې يو پلاوى وټاکي چې رښتيا هم دا ټول کسان چې دغو قونسلګيريو ته ورځي ويزې غواړي او که د قونسلګرۍ د جاسوسۍ دنده په غاړه لري. زما په خيال دغو قونسلګريو په سلو کې۹۰ فيصده کارونه د جاسوسۍ دي.

د ده په خبره تر ډېره حده دغه قونسلګيرۍ هم د نا امنيو په پېښو کې لاس لري: (( اداري فساد اوج ته رسېدلى دى ددې په برخه کې د دولت جدي اقدام غواړم. دا چې افغانستان يو قومي وطن دى په کندهار کې دې د سولې د راتګ لپاره د قومي مشرانو يو باصلاحيته کمېسيون جوړشي. په کندهار کې د بهرنيو هېوادونو درې قونسګيرۍ دي، دولت دې يو پلاوى وټاکي چې رښتيا هم دا ټول کسان چې دغو قونسلګيريو ته ورځي ويزې غواړي او که د قونسلګرۍ د جاسوسۍ دنده په غاړه لري. زما په خيال دغو قونسلګريو په سلو کې۹۰ فيصده کارونه د جاسوسۍ دي.))

د کندهار د مجاهدينو او سولې د ولايتي شورا مشر حاجي عطا محمد بيا وايي چې که دولت د روسيې پر ضد د جنګېدليو کسانو چې دا مهال په کورونو ناست دي، اقتصاد ته پاملرنه ونه وکړي او د کار زمېنه ورته برابره نه کړي نو کېداى شي دوى هم په جګړه لاس پورې کړي.

حاجي عطا محمد زياتوي چې په دې وروستيو وختونو کې د وسله والو په له مېنځه وړلو کې سيمه ييزو پوليسو هم ښه کار کړى خو که ونه نازول شي کېداى شي خپلې دندې پرېږدي: (( موږ دلته د پخوانيو جهادي قومندانانو يوه ټولنه جوړه کړې ده ، دولت دې له دغو کسانو سره مرسته وکړي. اقتصاد يې په پښو ودروي او د کار غم دې يې وخوري، پر دې سربېره سيمه ييز پوليس هم ستونزي لري دولت يې بايد ستونزې حل کړې ځکه که چېرته دوى ناهيلي شي، سم کارونه به ورسره خراب شي. ))

ځينې قومي مشران بيا له دولت څخه غوښتنه کوي چې هغه دولتي چارواکي چې د لرې پرتو سيمو اصلي اوسېدونکي دي خو دا مهال په ښارونو کې اوسي بايد بېرته خپلو کليو ته ولېږل شي چې په دې سره به د ولس او قومي مشرانو تر مېنځ را مېنځته شوې فاصله کمه شي .

خو د افغانستان په جنوب لوېدز کې حوزه کې د دولت نظامي مسوول او د سرحدونو او قبايلو وزير اسدالله خالد بيا وايي چې دولت کالونه وړاندې په پرتله چې دى په کندهار کې د والي په توګه ټاکل شوى وو زيات پرمختګ کړى دى او ژر ده چې کندهار او جنوبي ولايتونو ته به سوله راشي: (( هغه دوره چې ما دلته د والي په توګه کار کاوو موږ ټول ۱۸۰۰ پوليس درلودل خو دا مهال مو د پوليسو شمېر تر ۱۰۰۰۰زيات دی. هغه مهال موږ د ملي اردو يو کنډک درلود خو اوس دوې لېواوې لرو، هغه مهال به موږ همېشه کمکي پوليس غوښتل خو اوس د محلي پوليسو يو غټ قوت لرو ، بهرنيان هم پخوا يواځې په مرکزونو کې اوسېدل لرې پرتو سيمو ته راسره نه تلل خو اوس يې په ډېرو ليري پرتو کليو کې وينم ))

د غونډې برخوال



خالد قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې په مشورو به يې عمل کوي خو له قومي مشرانو او سپين ږيرو څخه يې وغوښتل چې هر يو دي په خپله سيمه کې هڅه وکړي چې د دولت مخالف وسله وال له دولت سره خبرو ته کښېنوي او په دې يې وپوهوي چې روانه جګړه د ولس او دولت دواړه په زيان ده: (( له هر چا سره چې په هره ذريعه ارتبات لرئ پوه يې کړئ چې دا جنګ پر اسلام نه دى ، پوه يې کړئ چې د پنجاب خلک د احمد شاه بابا وار راڅخه اخلي، طالب زمونږ ورور دى خو تاسي پوه کړئ چې په تا يې څومره تجارتونه وکړل ، ورته ووايه چې د امريکا اوله طياره چې په تا يي بمبار کاوو له کومه ميدانه يي پرواز کړى وو اوس هم هغه خلک دي اوس دي هم استعمالوي او دلته دي ورڼه دي ، دا دي کور دى او دلته دي د پلار او نيکه هديره ده ))

د په خبره د ځينو بهرنيو هېوادونو استخباراتي شبکې غواړې د طالبانو پر مټ د پښتنو افغانانو کلتور او مذهب ته سپکاوي وکړي چې بېلګې يې په دې ورستيو وختونو کې د چادريو کې د ځانمرګيو نيول کېدل او په پټکيو کې د چاودېدونکيو توکو تړل وو .

د کندهار قومي مشران او سپين په داسې حال کې د دولتي چارواکيو ته د سولې د راتګ په موخه مشورې ورکوي چې په دې ورستيو وختونو کې په دغه ولايت کې د بېلابېلو بريدونو او چاودونو پر مهال يو شمېر قومي مشران ووژل شول.
XS
SM
MD
LG