د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګري د منلو وړ نه ده: بان


د ملګرو ملتونو عمومي منشي د سپټمبر د ۱۱مې د پېښو د لسمې کلیزې په رارسېدو سره د ترهګرۍ ضد نړیوال تړون خبره بیا تکرار کړېده.

که څه هم ملګري ملتونه له ترهګرۍ سره تړلي څو تړونونه لري لکه د بمباریو ، جهاز تښتونې د وسلو استعمال او داسې نورې ، خو د ترهګرۍ په اړه د یو هراړخیز تړون په اړه په نړیواله کچه په تېرو ۱۰ کالونو کې د خبرو اترو لړۍ د ترهګرۍ د تعریف پر سر د اختلاف له امله په بیا بیا پرې شوې ده . د دې تړون لپاره پر دې اختلاف دی چې ترهګرۍ څه ده او ترهګر څوک دی؟ بان کي مون اسټرالیا ته د خپل سفر پر مهال پر دې خبره د خپګان څرګندونه کړېده او ویلي یې دي چې ترهګري په هیڅ شکل کې هم د منلو وړ نه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG