د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري له ملګرو ملتونو مرسته وغوښته


د پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر ویلي چې ولسمشر له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه په پاکستان کې د سېلاو او بارانونو له امله اغېزمنو شوو خلکو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي، ولسمشر اصف علي زرداري د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بان کي مون سره پر ټيلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې په پاکستان کې د سېلاب له امله د ورانیو او اغېزمن شویو خلکو حال ور کړ. ولسمشر د مرستې دا غوښتنه تر هغه وروسته کړې ده چې د پنجشنبې پر ورځ یې په سېند صوبه کې د سېلاو ځپلو سیمو سفر وکړ. په دې سیمو کې د باران و سېلاو له کبله په لکونه خلک ځپل شوي دي. په پاکستان کې تېر کال د پشکال د بارانونو له کبله په خیبر پښتونخوا، جنوبي پنجاب او سېند کې په میلیونونه خلک ځپل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG