د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ترهګرۍ زیاتېدونکې پېښې


د کوټې ځانمرګو بریدونو پر انسکمب سړک یو جومات هم شهید کړ.
د کوټې ځانمرګو بریدونو پر انسکمب سړک یو جومات هم شهید کړ.
احمد شاه اعظمي - پراګ

د ۲۰۰۱ م کال د ۱۱م سپټمبر تر بريدونو وروسته که څه هم د پاکستان تر واک لاندې په قبايلي سيمو او خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ په پيښو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي خو د بلوچستان په کوټه ښار کې د چارشنبې ځانمرګو بريدونو د نړيوالو په ګډون عام ولس اندېښمن کړی چي د قبايلي سيمو په څېر خو به دلته د طالبانو او القاعده اغېز مخ په زياتېدو نه وي.

په امريکا کي د ۲۰۰۱م کال د ۱۱ سپټمبر تر ترهګر بريدونو وروسته د امريکا په مشرۍ کي د ترهګرۍ پر ضد نړيواله جګړه پېل شوه چي هدف يې په لومړي سر کي القاعده او بيا وروسته طالبان وو. د ترهګرۍ په ضد په دې نړيوال جنګ کي پاکستان او افغانستان زيات متاثر شول چي د امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو په ګډون يې ګڼ شمېر ولسي وګړي د ترهګرو بريدونو ښکار شول. په پاکستان کي قبايلي سيمي او خېبر پښتونخوا د نورو سيمو په پرتله زياتي اغېزمني دي چي د ترهګر بريدونو له کبله يې ګڼ شمېر کسان له لاسه ورکړل خو د بلوچستان په کوټه ښار کي د چار شنبې په ورځ دوو ځانمرګو بريدونو لو تر لږ ۲۵ کسان ووژل چې دا عمل د نړيوالو په ګډون ځايي ولس هم اندېښمن کړی او دا وېره لري چي هسي نه طالبان او القاعده دې خوا ته مخه وکړي.

دا چي په بلوچستان کي د ۱۱ سپټمبر تر بريدونو وروسته طالبانو څومره اغېز کړی دی، په کوټه کي خبريال او د سيمه ايزو چارو شنونکی سيد علي شاه وايي چي د پاکستان د نورو ځينو سيمو په څېر په بلوچستان کي هم تر ۱۱ سپټمبر وروسته د طالبانو اغېز زيات شوی دی او تر دې دمه د لسو شا وخوا ځانمرګي بريدونه شوي دي.

سره له دې چې په بلوچستان کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو لخوا د طالبانو ځيني مشران نيول شوي دي خو د دوشنبې په ورځ په کوټه ښار کي د القاعده د يو مهم مشر يونس الموريطاني او د هغه د دوو نورو ملګرو نيولو دا پوښتني را پورته کړي دي چي آيا د طالبانو سربېره خو به په دې سيمه کي القاعده نفوذ نه وي کړي.

که څه هم په کوټه کي د چارشنبې د ځانمرګو بريدونو پړه وسله والو طالبانو په غاړه واخسته او دا يې په دې ښار کي د اووم مۍ د خروټ آباد د پيښي غبرګون وبلی خو ځيني کسان اوس هم دا ګمان کوي چي دا به د القاعده د مشرانو د نيولو بدل وي. په کوټه کي خبريال او د سيمه ايزو چارو کارپوه شهزاده ذوالفقار وايي چي که چيري دا د الموريطاني د نيولو بدل وي نو حالات نور هم خطرناکه بڼه اخستلای شي.

د افغانستان حکومت او نړيوال پر پاکستان دا تور لګوي چي دوی په کوټه کي د وسله والو طالبانو د مشر ملا محمد عمر په ګډون نورو طالب مشرانو ته ځای ورکړی چي د کوټي شورا په نامه ياديږي خو د پاکستان حکومت دا تورونه ردوي او وايي چي که امريکا يا نړيوال دوی ته د طالب مشرانو په اړه کره مالومات په لاس ورکړي نو دوی به يې په ضد ضرور کاروايي وکړي.

بلخوا په کوټه ښار کي د چار شنبې تر بريدونو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندي وکټوريا نولېنډ هم خبريالانو ته ويلي چي پاکستان له مودې راهيسي له ترهګرۍ سره په جنګ دی او ډېر خلګ يې قرباني شوي دي.

((پاکستان له کلونو راهسې له کورنيو ترهګرو حالاتو سره په جنګ دی . او زما په فکر د آی ایس آی له خوا د اونۍ په پای کې د القاعده د یو پاته لوړپوړی غړی نیول دا په ډاګه کوي چې دوی په دې جګړه کې دي او ښه کلک جنګیږي. او دا یو ګران کار دی ، د نړۍ د نورو سیمو په پرتله په پاکستان کې ترهګرو ډېر خلک وژلي دي ))

په قبايلو سيمو کي د طالبانو او القاعده د مينځه وړلو له تجربو څخه په ګټه پورته کولو سره کارپوهان فکر کوي چي په بلوچستان کي حکومت د يو غوره تګلاري په خپلو سره د طالبانو او القاعدې د شتون يا نفوذ مخه نيولای شي.
XS
SM
MD
LG