د لاسرسي ځای

تازه خبر

که مو بندي طالبان خوشي شي نو د باجوړ ماشومان به پرېدو


دا مهال په زرګونه مشکوک ترهګر د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دي
دا مهال په زرګونه مشکوک ترهګر د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دي
راپور: احمدشاه اعظمي - پراګ

د باجوړ اېجنسۍ د وسله والو طالبانو مشر ملا داد الله د سه شنبې ورځ د خبريالانو يوې ډلي ته ويلي چي تر هغه وخته به دوی د باجوړ د ماموند سيمي ماشومان خوشي نکړي تر څو د پاکستان حکومت له خپلو زندانونو څخه د دوی ملګري نه وي خوشي کړي . او د باجوړ ولس له پاکستاني حکومت او پوځ سره د طالبانو په ضد همکاري درولې نه وي.

د باجوړ اېجنسۍ د وسله والو طالبانو مشر ملا داد الله تر هغه څه کم يوه اونۍ وروسته د خبريالانو يوه ډله د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي سيمي ته وربلل چي دوی د اختر په دوهمه ورځ د ماموند دسيمي د دېرشو شاوخوا ماشومان و تښتول. نوموړي پر دې مهال د تښتول شوو ماشومانو له ډلي څخه څلور تنه خبريالانو ته ور څرګند کړل چي خبري ورسره وکړي. ملا داد الله ويلي چي تر څو د پاکستان حکومت د دوی ملګري له پاکستاني زندانونو څخه خوشي نکړي او د باجوړ سيمي خلګ د طالبانو په ضد له حکومت سره همکاري ونه دروي تر هغو به ماشوان د دوی په ولکه کي وي. په افغانستان کي زموږ خبريال روح الله انوري يو له هغو خبريا لانو څخه وو چي وسله والو طالبانو د تښتول شوو ماشومانو د ملاقات لپاره بېولي وو. نوموړي وويل چي وسله وال طالبان او تښتول شوي ماشومان د افغانستان او پاکستان تر منځ په يو داسي سرحدي سيمه کي وو چي د هيڅ حکومت واکداري نه وه.

((د باجوړ د طالبانو د مشر ملا داد الله سره موږ وليدل چي دا د ډيورنډ د کرښي نه ها خوا وه که دې خوا وه خو داسي سيمه وه چي نه د پاکستان د حکومت واک پکي چلېدی او نه هم د افغانستان د حکومت. دغه څلور هلکان يې موږ ته وښودل. د باجوړ د طالبانو له مشر ملا داد الله سره چي موږ خبري وکړې چي ولي مو دا کسان نيولي دي نو هغه و ويل چي د دوی خپل خپلوان او مشران يې د پاکستان له حکومت او پوځ سره په لښکر کي همکاري کوي. دوی زياته کړه چي درويشت کسان ور سره دي چي اوسمهال د سرحد شا و خوا په بېلا بيلو سيمو کي پراته دي))

دا چي له خبريالانو سره د ليدو پر وخت تښتول شوو ماشومانو څه څرګندوني وکړې او دوی د وسله والو طالبانو له منګلو څخه د خپل خلاصون په اړه د پاکستان له حکومت او خپلو مشرانو څه غوښتنه کول، روح الله انوري يې په اړه وايي.

((دوی خو هغه خبري کولې چي کومي د طالبانو غوښتني وې. دوی ويل چي موږ خپلو کورونو پسي ډېر زيات خپه يو، خپلو خپلوانو پسي خپه يو. دوی د پاکستان له حکومت نه غوښتنه وکړه چي بايد د طالبانو څه غوښتني دي هغه ومني. د طالبانو چي کوم بنديان دي، هغه دي خوشي کړي. که دوی طالبان خوشي نکړي نو زموږ ژوند ته به خطر پېښ شي او کېدای شي چي موږ و وژل شو)).

بل پلو په پاکستان کي د تښتول شوو ماشومانو د خوشي کولو لپاره د حکومت سربېره ځايي قبايلي مشران هم هڅه کوي چي د وسله والو طالبانو له منګلو څخه تښتول شوي ماشومان را خلاص کړي. د پاکستان په پارليمان کي وفاقي وزير او د سيمي استازی انجينير شوکت الله مشال راډيو ته وويل چي حکومت يې د پولي دواړو خواوو ته د خپلو استازو په مټ هلي ځلي کوي چي تښتول شوي ماشومان را خوشي کړي.

((د هغه ځای چي زموږ فارن آفس (د خارجه چارو دفتر) دی هغه په وفاقي سطح باندي د افغان حکومت د وزارت داخله سره په رابطه کي دی او زموږ وزارت خارجه بيا د افغانستان له وزارت خارجه سره په رابطه کي دی. نو داسي نه ده چي ګنې څوک بې غوره دي يا بل څه دي. ځيني مسلې داسي وي چي هغه وخت اخلي او ټول وخت په هغه پسي کار روان دی))

ها خوا بيا د افغانستان د کنړ ولايت والي سيد فضل الله واحدي د پاکستان د حکومت د ځينو چارواکو هغه تورونه ردوي چي د باجوړ ماشومان کنړ ته تښتول شوي دي. نوموړي له مشال راډيو سره د خبرو کولو پر مهال وويل چي دوی به هم د تښتول شوو ماشومانو د خوشي کولو لپاره بشپړه همکاري کوي.

((دا په کونړ کي نشته، مخکي هم موږ په دې اړه خبري کړي دي. زموږ سرحدي قطعات چي هغه په سرحد کي واقع دي چي دا ډول مسايل پيښيږي نو هغه موږ ته اطلاع راکوي، زموږ سره په دې اړه تر اوسه هيڅ دا ډول اطلاع نشته. د دې نه مالوميږي چي دا د کرښي نه د آ خوا خبره ده. که چيري داسي موضوع دې خوا ته پېښيږي نو موږ حتماً همکاري کوو او همېشه مو کړې ده. موږ همسايه او ورور ملک يو او يو له بل سره همېشه په دې مسايلو کي کومک کوو))

د يادوني وړ ده چي د پاکستان حکومت لا تر دې دمه د وسله والو طالبانو د غوښتنو په اړه څه ډول غبرګون نه دی څرګند کړی چي آيا دوی د تښتول شوو ماشومانو په بدل کي بندي طالبان خوشي کړي او که نه.
XS
SM
MD
LG