د لاسرسي ځای

تازه خبر

القاعده،له یونس الموریطاني وروسته


یونس الموریطاني د القاعده یو مهم کمندان چې پاکستانیو امنیتي چارواکو په کوټه کې ونیولی.
یونس الموریطاني د القاعده یو مهم کمندان چې پاکستانیو امنیتي چارواکو په کوټه کې ونیولی.

نیازموسی خیل،کوټه

تیره ورځ د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې آی ،ایس،پي،آر په یوه خبره پاڼه کې اعلان وکړی چې د القاعده درې مهم غړي یې نیولي دي،چي په هغو کې یو یونس الموریطاني دی، چې د القاعده د نړیوالو عملیاتو مشر دی.په نور دوو نیول شویو غړو کي یو عبدالغفار الشامي او میسره الشامي دي.


دا چي د دغه مهم کومندانان له نیولو وروسته د القاعده راتلونکې به څنګه وي او هغوی ته څومره لوی ګوزار دی؟ د دفاعي چارو کارپوه او ریټایرډ بریګیډییر محمود شاه وايي ،دا د القاعده لپاره ډیر لوي تاوان دی.په خاصه توګه د اُسامه بن لادن له وژني وروسته له القاعده سره څه دا سې مهم غړی نه دی پاته.ایمن الظواهیري شته دی،خو هغه دومره پیاوړی او مشهوره نه دی.یواځي دغه الموریطاني وو،چي د القاعدې مهم کس وو.یو بل کس چي ډیر مضبوط او مهم وو، هغه عطیه عبدالرحمن وو،چې څو ورځي مخکې په قبایلي سیمو کي ووژل شو.

بریګیډییر محمود شاه زیاتوي،اوس د یونس الموریطاني له وژني وروسته د ده په فکر،القاعده ډیره کمزوره شوې ده.او الموریطاني نیونه د پاکستان او امریکا،دواړو لپاره ډیر ارزښت لري.

د ریمنډ ډیوس او ایبټ آباد پیښي وروسته د پاکستان او امریکا د استخباراتي ادارو تر منځ اړیکي ډیره ترخه او کړکیچن شوي وو.آیا د الموریطاني د نیولو وروسته به دا اړیکي یو څه برابر شي او که څنګه؟ د دفاعي چارو کارپوه ریتاییرډ برېګېډیېر سعد وايي ، یقینًا هم د دواړو ملکو تر منځ په عسکري او استخباراتي څانګو کي د اعتماد سازی او باور چي کومه کمي رامنځته شوې وه،هغه به اوس تر ډیره حده برابره شي،ولي چي دواړو هیوادونو یو و بل ته سپا مالومات ورکړل،یو پر بل یې باور وکړی،دغه رنګه یې الموریطاني ونیولی.زما په فکر دا عمل به د دواړو ملکو د راتلونکي د اړیکو لپاره هم یو ښه زیری وي.٬٬
XS
SM
MD
LG