د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : " بهرني سوالګر جاسوسي کوي٬٬


په کابل کې یو ه سوالګره.
په کابل کې یو ه سوالګره.

راپور: ذکیه غیاثی نذیر- کابل


په افغانستان کې د سرې میاشتې مرستونونو ریاست چارواکي ادعا کوي ، هغه بهرنی سوالګر، چی د پلازمینی کابل په ګډون په لویو ښارونو کې لیدل کیږي،د سوال تر نامه لاندي،ورانکاره فعالیتونه کوي.

دغه سوالګر، چې ډیري یی پاکستانیان دې که څه هم په ژبه نه پوهیږي، خو د کابل ښار په بیلابیلو واَټونو کې له خلکو خیر غواړي ،وايي چې دوی یواځې د اقتصادی ستونزو له امله افغانستان ته راغلي دي.

که څه هم د بهرنیو سوالګرو په اړه دقیقه احصایه نده موجوده، چې اوس مهال په افغانستان کې موجود دي، خو د ځینو معلوماتو له مخې دوی د موجوده سوالګرو په سلو کې شل برخه جوړوي

ددې سوالګرو له ډلې نه ځینې وايي ، چې دوی په زیات شمیر کې افغانستان ته راغلي دي .په دوی کې یوه یې وویل، موږ دلته ګدایی کوو،زه دسند ایالت اوسیدونکی یم،هلته سیلاو راغلی وو،تاسي به سیل نه وي لیدلی، هغه کورونه ورانوي،زموږ د کورنۍ غړی لس کسه دي هلته خلک خیر نه راکوي،دلته ټوله ورځ د خلکو په پښو کی لویږو،چې سل یا دوه سوه روپۍ وګټو،تاسې خو مسلمانان یې موږ ته خیرات راکړي، موږ غریبان یو ماشومان مو ګوله ډوډۍ ته اړتیا لري،افغانستان کي جنګ نشته دلته ډالر دي،ټول خلک یې شتمن دي،موږ بیوزله یو او ګدایی کوو٬٬

د کورنیو چارو وزارت هم په افغانستان کي د پاکستانیو سوالګرو د شمیر په اړه اندیښمن دی،او وایي، چی دا وزارت به له دغو کسانو سره قانونی چلند وکړي..

یوه بله سوالګره بیا وايي ،زه د کوټې بلوڅه یم،هلته سیلاب راغلی وو زه غریبه یم نو ګدایي کوم،زه د ډوډۍ لپاره سل یا دوه سوه روپۍ پیدا کوم او بس.٬٬

خو د کابل یو شمیر اوسېدونکي شکایت کوي چې له دې پاکستانیو سوالګرو زړه تنګه شوي او له حکومته غوښتنه وي چې دوی دې خبل هیواد ته بیرته واستوي.

د مکروریانو په بازار کې یو دوکاندار ایوب خان وايي ددغه سوالګرو له لاسه یې دوکانداري خرابه شوېده .دده په خبره کله چې یو یو ګیراک یا مشتري دوکان ته د سودا اخیستو لپاره راشي نو د سترګو په رپ کې څلور یا پنځه سوالګر ورباندې راټول شي او تنګوي .دی زیاتوي، چی دوکان ته مشتری راشی پنځه کسه دوی ورته دریږي،له هغوی سره په خبرو نه پوهیږي، دوی یې کله لاس کشوي، کله یې تر جامو نیسي او کله یې پښو ته لوېږي.نو له دولته هیله او غوښتنه کوم، چی دا کسان ټول کړي، ځکه ډیر یې تنګ کړي یو دومره ډیر دي چې حساب یې نه کیږي٬٬

بلخوا د افغاني سرې میاشتې مرستونونو چارواکي وایي ، هغه بهرني سوالګر، چی په واټونو کی په خیر ټولو بوخت دی دا عادی خلک نه بلکی د ځینو جاسوسي شبکو لپاره کار کوي.د نوموړې ادارې مشر ډاکټر احمد الله احمدي ادعا کوي، چې دا بهرني سوالګر، چې ډیري یې پاکستانیان دي د خیر ټولولو تر نامه لاندې نور ورانکاره فعالیتونه کوي.

دی وایی، دا سوالګر دافغانستان په مرکزی او هغو نورو ولایتونو کي،ډیر تر سترګو کیږي، چی له پاکستان سره ګډه پوله لري.، دا خو طبیعی خبره ده ، چی دوی به په ښکاره وایی، ددې په خاطرچې اقتصادي وضعه یې کمزورېده،او په پاکستان کې خیر نه ورکوي یا داسې رواج نشته،نو ځکه دوی افغانستان ته مخه کړیده، خو زما په نظراصلي هدف شاید دا نه وي،ددی ترشا شاید نور لاسونه وي ددوی نه به په قاچاقو دچاودیدونکو توکو په انتقال، اخلاقی فساد ،او نورو جاسوسي کارونو کی کار واخیستلی شی،نو داسې شواهد هم شته، چې داسې کارونه وجود لري٬٬
په افغانستان کې ډېر سوالګر ترسترګو کېږي چې د بدن غړي یې معیوبه وي

د ښاغلي احمدي په وینا دوی دا سوالګر په وار وار له ښارونو راټول کړي،او په کابل کې یې د پاکستان سفارت ته سپارلي دي،خو سفارت دغه کسان بیرته خوشي کړي او افغان حکومت ته روښانه ځواب نه ورکوي.

ښاغلی احمدي وایي ، دوی د فقر ټولو مخنیوي لپاره د یوې طرحې پر جوړولو کار کوي چې د منظورۍ وروسته به قانونی بڼه ومومي .ددغه قانون له مخې،که چیري، په مکرر ډول یو سوالګر په خپل کسب ولیدل شی، نو د میاشتو او کلونو د بند سزا به ور کول کیږي.

د کورنیو چارو وزارت هم په افغانستان کي د پاکستانیو سوالګرو د شمیر په اړه اندیښمن دی،او وایي، چی دا وزارت به له دغو کسانو سره قانونی چلند وکړي.

دکورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی وایي، چې دوی به ددې سوالګرو په راټولو اقدام وکړي.، زه اوس دا نشم تاییدولای، چی دوی دی په تخریبی فعالیتونو یا لویو وړو جرمونو کی لاس ولري،خو زموږ سره دا اندیښنه شته، چی دوی کولای شی، په تخریبی اعمالو کی ښکیل شی،موږ به په ښارونو کی دوی تر نظر لاندی ونیسو، اوددوی په اړه به څیړنی کوو.٬٬

د مرستونونو ریاست چارواکي وایی، چی دوی تر اوسه پوری یواځی په کابل ښار کي، څلور زره درې سوه اته اتیا سوالګر ټول کړي، چي،له دې ډلې یو سله پنځه څلويښت یې د پاکستان اتباع دي.

په افغانستان کي اوسمهال ډیری کورنۍ د اقتصادي فقر او یا هم د دوامداره کسب په توګه خیر ټولوي،او کله نا کله ددوی د خیر ټولو بڼه ډیره زره بوږونکي وي،چي د خلکو د ترحم د ترلاسه کولو لپاره د خپلو ماشومانو اندامونه معیوبه وی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG