د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند: په ډيلي کې چاودنې ۹ تنه وژلي ،۴۵ نور ژوبل


په ډیلي کې د چاودنې وروسته یوه نرس د ټپي شوي ښځې مرسته کوي چې پولیس یې غوځۍ کې روغتون ته رسوي.نېټه د سپټمبر ۷ د ۲۰۰۱م کال
په ډیلي کې د چاودنې وروسته یوه نرس د ټپي شوي ښځې مرسته کوي چې پولیس یې غوځۍ کې روغتون ته رسوي.نېټه د سپټمبر ۷ د ۲۰۰۱م کال
د هند یو امنیتي چارواکې وایي په سر ښار نوې ډيلي کې نن د های کورټ بهر چاؤدنه شوې چې پکې لږ تر لږه 9 کسان وژل شوي دي.

د داخله چارو سیکرېټري آر کې سنګ یوه ځايي ټي وي چینل ته ويلي بم په یو لاسي پېټۍ کې پټ کړل شوی وو.

په دې چاؤدنه کې د 45 کسانو د ژوبلیدو رپورټونه دي. دغه چاؤدنه د های کورټ ودانۍ له وره سره شوې چې پکې ډيره ګڼه ګوڼه وه .

پولیس دغه ځای په خپله ولکه کې اخیستی چې د پارلیمان ودانۍ او د وزیراعظم د دفتر نه ډېره لرې سیمه نه ده.

د پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې. خو سږ کال په های کورټ دا دویم بمي برید دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG