د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکوټې چاودنې:تر ۲۳ ډېر وژل شو ي او ۳۵ ژوبل


د کوټې په خانمرګي برید کې یو ژوبل شوي تن روغتون ته وړل کېږي.تصویر خدای نور ناصر مشال ریډیو کوټه
د کوټې په خانمرګي برید کې یو ژوبل شوي تن روغتون ته وړل کېږي.تصویر خدای نور ناصر مشال ریډیو کوټه
د بلوچستان په سرښار کوټه کې په سويل لاينز کې د کمشنر دفتر مخې ته نن سهار د ځانمرګي بمي برید په ګډون دوو چاؤدنې شوې چې پکې څه نا څه ۲۱ کسان وژل شوي او تر ۳۵ ډېرنور ژوبل دي.

د مشال ريډيو خبريال خدای نور ناصر د ځايي پوليس چارواکو له خولې وايي چې په وژل شویو کې نژدې پنځه تنه د ملېشې ځواکونو او یو تن د پولیس هغه شامل دی.

دی وايي چې په ټپیانو کې هم د عادي وګړو په ګډون د امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر کسان شامل دي .

د مشال خبریال وايي چې لومړی چاودنه دومره زوروره وه چې د کوټې ښار په ډېری برخو کې واورېدل شوه.او ورپسې بیا بله چاودنه شوه چې زور یې تر لومړۍ هغې کم وو.

د رپوټونو له مخې لومړی یوه څانمرګي بم بریدکونکي له چونکو توکیو ډک موټر د امنیتي ځواکونو له یوه ګاډي سره وجنګاوه او بیا د هغې وروسته بل ځانمرګي برید کونکي ډزې وکړې.


د پولیس چارواکو ویلي په ظاهره داسې ښکارېده چې ځانمرګو برید کونکو له دې ځاي سره نيږدې د ايف سي ځواکونو د ډي آي جي فرخ شهزاد کور په نښه کاوو.

په دغه سيمه کې مهمې ودانۍ لکه وزير اعلي هاؤس، ګورنر هاؤس، آي جي دفتر ، سويل عدالت موجودې دي.

تر اوسه چا د پيښې پړه په غاړه نه ده اخيستې.

په کوټه کې د ډان ورځپاڼې خبریال او څېړونکي شهزاد ذوالفقار وايي، کیدای شی چې د کوټې ننۍ چاودنه د القاعده د یوه مهم غړي یونس الموریطاني او دوو نورو غړو د نیونې عکس العمل وي چې د روانې سپټمبر میاشتې پر پنځمه نېټه د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې یې اعلان کړی وو.خو په دې اړه لا په پوره توګه نشي ویلای چې دا کار به چا کړي خو د چاودنې نوعیت ته په کتو سره دا دالقاعده پورې تړلیو ډلو کار کیدای شي.
XS
SM
MD
LG