د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې نوي تعليمي کال پيل شو


د ننګرهار ولایت تعلیمی کال پیل شو
د ننګرهار ولایت تعلیمی کال پیل شو

بازمحمد عابد جلال اباد

د ننګرهار په ګرمسيرو سيمو کې د دريو مياشتو رخصتيو وروسته نوي تعليمي کال د ښوونځي په زنګ وهلو پيل شو.

د ننګرهار ولايت سر پرست والي محمد حنيف ګرديوال په ټولو زده کوونکو په ځانګړې توګه په ښځينه وو غږ وکړ چې خپلې زده کړې تر پايه پورې تعقيب کړي. ده وويل،" زما هيله له خويندو څخه دا ده چې تعليم تر اخره پورې ورسويز ځکه چې د ننګرهار په ليرو پرتو سيمو کې دا مشکل موجود دى چې دير سهولت ورته نشته، خو دا مات ګوډ امکانات چې شته بايد له دې نه ګټه پورته کړئ او خپل تعليم سر ته ورسوي. ځکه په اکثرو سيمو کۍ د دريم يا څلورم ټولګي پورې ښوونځى ووايي او بيا يې پريږدي.٬٬

د ننګرهار د پوهنۍ ريس الله داد اسماعيلزي ښوونکي وهڅول چې په ايماندارى سره نوي تعليمي تدريس پر مخ بوزي. ده وويل،" زه د خپلو قدرمنو ښوونکو څخه دا تمه لرم او توقع هم ترې کيدى شي ځکه چې د ټولنې د معمار لقب ورته ورکړل شوى. زما غوښتنه ترينه دا ده چې په کاملې اماده ګۍ، نوي عزم او ايماندارۍ سره د نوي تعليمي کال تدريس پر مخ بوزي.٬٬

د مريم په نوم د الايي ليسې د يوولسم ټولګئ زده کوونکي مشال ريډيو ته وويل چې په د رخصتيو په دوران کۍ يۍ هم خپلې زده کړې په خصوصي کورسونو کې د انګريزي او کمپيوټر په پرخه کې کړي دي او چې کله له دولسم ټولګي څخه فارغه شوه نو لوړې زده کړې به د ډاکټرۍ په پرخه کې کوي.

خو د شکيبا په نوم د دولسم ټولګي يوه بله زده کوونکي وايي چې کله له دولسم ټولګي نه فارغه شوه نو د حقوقو پوهنځي کې په لوړې زده کړې تر سره کوي او هيله لري چې د قضا په پرخه کې د خپلې ټولنې خدمت وکړي.

د يادونې وړ ده چې په ننګرهار کې ټول ٧٨٠ ښوونځي فعال دي چې تر شپږ سوه زره تنو شاګردانو ته په کې د څوارلس زرو ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کيږي. د ننګرهار د پوهنۍ رياست چارواکي وايي چې په ټول ننګرهار کې يوازې دوه ښوونځيو دروازې د قومي شخړو له وجې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG