د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ نن هم د کراچۍ پر حالاتو اورېدنه کوي


د پاکستان د سپريم کورټ لخوا د کراچۍ د بدامنۍ په اړه د مقدمې اورېدنه نن په دویمه ورځ هم دوام لري.

پرون په عدالتي کوټه کې د خپلو دلايلو ورکولو پرمهال د عوامي نيشنل ګوند وکيل افتخار ګيلاني غوښتنه وکړه چي سپريم کورټ دې د سند صوبې د کورنيو چارو پخوانی وزير ذوالفقار مرزا هم عدالت ته راوغواړي .

نوموړي زياته کړه ، ذوالفقار مرزا چي کوم تورونه لګولي دي د هغي نوعيت ډير سخت دی.


ياده دي وي چي سپريم کورټ تر هغه وروسته د کراچۍ د بدامنۍ له خپلي مخې جاج اخلي چي په دغه ښار کي په فرقه ايزه، نسلي او هدفي وژنو کي په سلګونه عام وګړي وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG