د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ تېښتول شوي ماشومان لا هم له طالبانو سره دي


د باجوړ ايجنسۍ د ماموند سيمي هغه ۳۰ ماشومان چې د اختر په دویمه ورځ وسلوالو طالبانو تښتولي وو، لا تر اوسه یې برخلیک نه دی څرګند شوی.


داسې ویل کېږی چې دغه ماشومان وسلوالو طالبانو د افغانستان د کونړ ولایت مرورې سیمې ته وړي دی خو د دوی ځيني ملګري د پېښې له ځای څخه په ېتښته کي بريالي شوي وو چي پکي يو تن ګل زمان د پيښي په اړه مشال راډيو ته وویل،" چې کله موږ د افغانستان پلو ته واوښتلو نو زموږ ځینو ملګرو چیغې کړې چې طالبان دي او دا وو چې موږ په تېښته ځان راخلاص کړ.

پرون د باجوړ پوليټيکل اېجنټ مشال راډيو ته ويلي وو چي د تښتول شوو ماشومانو د خوشي کولو لپاره هلي ځلي رواني دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG