د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبییا کې کامیابي ته نږدې شوي یو.ناټو


د ناټو مشر اندرز فوغ راسموسين ويلي دي چي په ليبيا کي د دوی هدف کاميابۍ ته نږدې شوی دی او ډېر ژر به سرته ورسيږي.
نوموړي ويلي چي دا پرېکړه به د ناټو شورا کوي چي کله خپل عمليات ودروي او دا به د پوځي قومندانانو په مشوره کيږي.

(کله چي موږ ته اندازه ولګيږي چي خطره له مينځه ولاړه نو موږ به عمليات ودروو، که څه هم زه خاص نيټه نه شم ښودلې خو په دې باور يم چي دا به ډېر ژر سر ته ورسيږي)

بلخوا د ليبيا د عبوري حکومت مشر ويلي دي چي د معمر قذافي دوه ځامن د بن وليد ښار څخه تللي دي خو د معمر قذافي د استوګني ځای لا هم نه دی مالوم.

بلخوا چين له دې انکار کړی چې د دوی کمپنيو قذافي ته وسله ورکړې .

د چين لخوا دا بيان تر هغه رپورټونو وروسته راغلی دی چي د ملګرو ملتونو د بنديزونو سربېره د چين د وسلو سرکاري کمپنيو معمر قذافي ته د ميلينونو ډالرو د وسلو خرڅولو وړانديز کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG