د لاسرسي ځای

دبریتانویو ربړونو پلټنه چې لیبیايي ادعاوې وپلټي


بریتانيیا وايي، د هغه تورونو پلټنه به کوي چي ویل کېږي د دوی هيواد ليبیيا ته د مشکوکه تره ګرو په انتقالولو و او هلته په هغوی تشدد کولو کې ککړ وو.

د بریتانيیا لخوا دا بيان له هغې وروسته راغلي چې په ترلاسه شوو دستاويزاتو کي راغلي دي د برتانيیا او امريکا استخباراتي ادارو او قذافي رژیم ترمنځ نږدې اړيکې وې او دوی په ګډه مشکوک تره ګر د پلټنو لپاره ليبیيا ته منتقل کړي وو.

د دستاويزاتو له مخې برتانيیا او امريکا په هغه پلان کې ورسره مله وو چي د ياغيانو مشر عبدالحکيم بېلحاج ته د قيد سزا ورکړل شوې وه او تشدد ورباندې شوی وو.

بېلحاج اوس د طرابلس پوځي قومندان دی او غوښتنه يې کړېده چي بریتانيیا او امريکا دي له هغه نه بخښنه وغواړي .د برتانيیا وزيراعظم ډيوډ کيمرون دپروسږ کال په جولايي کې لګول شویو تورونو د پلټنې لپاره يو کميسون هم جوړ کړي وو چې د دوی استخباراتي ادارې په امریکا کې د یولسم سپټمبر د بریدونو وروسته پر بهرنۍ خاوره د سخت دريځو په شکنجه کولو کې ورسره مله وو.
XS
SM
MD
LG