د لاسرسي ځای

ځانمرګي بریدونه اوس د ورځني ژوند برخه ګرځېدلي


د بلوچستان مرکز کوټه کې په ځانمرګي بمی برید کې یوه ټپي شوې ماشومه روغتون ته وړل کېږي.دا برید د اختر په لومړی ورځ په عیدګاه کې شوی وو.۳۱م اګست ۲۰۱۱م کال

د بلوچستان مرکز کوټه کې په ځانمرګي بمی برید کې یوه ټپي شوې ماشومه روغتون ته وړل کېږي.دا برید د اختر په لومړی ورځ په عیدګاه کې شوی وو.۳۱م اګست ۲۰۱۱م کال


د ورځپاڼې لاس اينجلس ټائمز راډ ریګس يوه مقاله خپره کړې چې وايي په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه اوس د ورځني ژوند سرور ګرځيدلي دي. ورځپاڼه ليکي د امريکا ۱۱ستمبر پيښو نه وړاندی په دې هيواد کې يواځي يو ځانمرګی بريد شوی وو خو په دې تېره یوه لسيزه کې ۲۹۰ ځانمرګو بريدونو کې ۴۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

پاکستان چې له تشدد سره مخامخ دی ددې ذمه واري په امريکا اچوي. چې لس کاله وړاندي په پيښور ښار کې د بم ناکاره کولو لپاره يوه وړکې ډله وه چې ۲۰ کسانو پکې کار کولو. په عمومي توګه واړوه واړه بمونه یې ناکاره کولو او کار یې هم یې ډير کم وو. خو نن سبا د بم ناکاره کولو ډله هر وخت چمتو وي او ددي ډلي اوس ۱۱۳ غړي دي.

ورځپاڼه د دې ډلي يو رضا کار خانزاده له خولي په مقاله کې ليکي چې د ۱۱ستمبر پيښو وروستو هر څه ډير زيات بدل شول او دوی اوس هر وخت په منډه وي.

ورځپاڼه زياته وي چې د ۱۱ستمبر پيښو کې دککړو کسانو تعلق د پاکستان سره نه وو او نه هم د القاعده شبکې مهم غړي ددي هيواد اوسېدونکي وو.په پاکستان کې ولس ددې حالاتو په اړه وايي چې هره ورځ ددوی لپاره د ۱۱م ستمبر په شان وي.

ورځپاڼه د پاکستان او امريکا ترمينځ پيچلو اړيکو په اړه ليکي چې د لسو کالو راهسې د دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکي بې باوره شوي دي. د ۱۱م ستمبر پيښو وروستو د هغه وخت ولسمشر پرويز مشرف ته د امريکا لخوا د طالبانو د مرسته ختمولو او د القاعده شبکي ډلي پرضد د امريکا سره د همکاری مهلت ورکړل شوی وو.

پرويز مشرف د همکاری رضا وښودله خو د پاکستاني چارواکو او د اسلامي اورپکو اړيکي یې له ګواښ سره مخامخ کړی. له پاکستان سره په امريکايي مرستو پخپله دا هيواد په نښه شو ځېني څيړونکي په دې نظر دي چې پاکستان د خپلو ځينو تګلارو او پاليسو له کبله د خپل ځان لپاره مسلې راپورته کړې.

ورځپاڼه ليکي د ۱۱م ستمبر نه وړاندې د پاکستان استخباراتي ادارې په خپل هیواد کې اورپکي ډلې د هند پرضد کاره ولې او نزدې اړيکي یې ورسره درلودل او اورپکو ډلو هم پاکستان ته د دښمن په نظر نه کتل خو ۱۱م ستمبر هر څه بدل کړل.

په پاکستان کې د تشدد پيښي سيوا شوې په دې هيواد کې د ۱۱م ستمبر نه وړاندې يک یواځې ځانمرګی بريد په ۱۹۹۵ م کال کې په اسلام اباد کې پر مصري سفارتخانه شوی وو خو د ۱۱ستمبر پيښو وروستو تراوسه پوری ۲۹۰ ځانمرګو بريدونو کې ۴۶۰۰ کسان وژل شوي او د ۱۰۰۰۰ نه زيات ژوبل شوي دي.

ورځپاڼه ليکي نن سبا په پاکستان کې دا چا ته نه ده معلومه چې په بازار يا جومات مخي ته ولاړ کس ځانمرګی بريد کونکی دی او که یو عام کس دی .

په اسلام اباد پوهنتون کې يو زدکونکی عاکف نعيم جومات ته د لمونځ لپاره نه ځي او هغه ځکه چې اورپکي جوماتونه هم په نښه کوي.

ورځپانه ليکي په پاکستان کې اولس ددې حالاتو ذمه واري په امريکا اچوي. پاکستان کې سیاسي مشران وايي چې امريکا سره د همکاری له کبله ددي هيواد اقتصاد تباه شوی دی. سرمايه کاري نه کېږي او بې روزګاري زياته شوې ده. د پاکستان د حکومت د شميرو ترمخه په لسو کالو کې د هيواد اقتصاد ته ۶۷ اربه ډالره زيان رسيدلي دي. خو د ۱۱م ستمبر پيښو وروستو امريکا پاکستان ته ۲۰ اربه ډالره پوځي امداد ورکړی دی. د پاکستان اقتصاد په ۲۰۰۸ کال کې هغه وخت له مسلو سره مخامخ شو چې کله په نړۍ کې اقتصادی بحران راغلو او د ولسمشر اصف زرداری غلطو تګلارو له کبله ددې هيواد اقتصاد نور هم خراب شو.
ورځپاڼي د پاکستان استخباراتی ادارې او د حقانی ډلې او د لشکر طيبه ترمينځ د اړيکو په اړه هم ليکلي دي.
ورځپاڼي د مقالي په پای کې د زد کونکي نعيم له خولې ليکلي په نړی کې خلک د بريدونو په اړه چې واوری نو ولړزېږي خو دوی اوس د بريدونو سره عادي شوي دي چې د خفګان خبره ده.
XS
SM
MD
LG