د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده د مهم غړي په نیونه د پاکستان ستاینه



امريکا د پاکستان لخوا دالقاعده د يو مهم غړي يونس الموريطاني د نيولو ستاينه کړي چې باور کيږي د امريکا په ګډون یې پر یو شمېر نورو هیوادونو د بريدونو دسیسې جوړې کړې وې.

سپيني ماڼۍ د يونس ال موريطاني نيونه د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان او امريکا ترمنځ د اوږدې ملګرتيا يو مثال وباله.

وړاندې د پاکستان پوځ وايي د استخباراتي عملیاتو پر مهال یې د القاعده درې مهم مشران نیولي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو د دفتر پر ویبپاڼې په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي د القاعده یو مهم قوماندان یونس الموریطاني نومېږي.

د آی ایس پي آر له وینا سره سم، دا کس د نړیوالو عملیاتو د پلان کولو او عملي کولو مسوول وو.

د پاکستان پوځ وايي په دوو نورو نیول شویو کسانو کې عبد الغفار الشامي چې د بچار چمه او میسره الشامي چې د مجاهد امینو په نوم پېژندل کېږي هم نیول شوي دي.

آی ایس پي آر وايي دا درې واړه کسان د بلوچستان د مرکز کوټې له شا و خوا نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG