د لاسرسي ځای

لوی قوتونه اسیا او افریقا کې ګوتې وهي: احمدينژاد


ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد نن د نړۍ په طاقتونو انتقاد کړی دی چې د اسیايي او افریقايي هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله کوي.

نوموړي په تاجکستان کې له اوبو د برېښنا جوړونې پلانټ پرانیستنه کوله. د دې پرانیستنې پر مهال له احمدي نژاد سره خپل تاجک سیال اما علي رحمان هم وو. ایران د دې پلانټ په جوړونې ۱۸۰ میلیونه امریکايي ډالر لګولي دي او تاجکستان په کې د ۴۰ میلیونه ډالرو کار کړی دی. ۱۲ کاله وروسته به ایران د دې پلانټ واک تاجکستان ته وسپاري. دا پلانټ د وخش پر سیند جوړ کړل شوی دی چې له پلازمېنې دوشنبې ۱۵۰ کیلو میټره لرې د جنوب په لور پروت دی.
XS
SM
MD
LG