د لاسرسي ځای

تازه خبر

له بني ولید ښاره د قذافي دوه زامن تللي دي


د لیبیا د لنډ مهاله واکمنانو ځواکونه وايي، په بني وليد کې د وسلې غورځولو لپاره روانې خبرې نا کامه شوې دي.

بني ولید د لرې کړل شوي آمر معمر قذافي د ملاتړ له وروستیو پاتې قوي مرکزونو یو دی. دا خبره د عبوري قامي شورا لخوا په خبرو کې برخه اخیستونکي یوه کس کړې ده. د را رسېدلو خبرونو تر مخې له لنډ مهالې شورا سره تړلیو په زرګونو سرتېرو د بني ولید محاصره کړې ده خو دا نه ده مالومه چې پر دې ښار به حمله کېږي او که نه. د قذافي ضد ځواکونو یوه جنګیالي علي صالح له بني ولید سره نېږدې له یوې پوستې له رویټرز خبري اژانس سره خبرې کړې دي: (( وضعه ډېره ارامه ده. موږ د قامي عبوري شورا پرېکړې ته په انتظار یو چې بني ولید ښار ته ننوځو که خدای وغواړي.)) تر اوسه د قذافي د وفادارو لخوا هیڅ تبصره نه ده راغلې. تېره ورځ د قذافي ویاند موسا ابراهیم ویلي ول بني ولید ښار به ځان و نه سپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG