د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ ماشومان څنګه طالبانو وتېښتول؟


د باجوړ په عنایت کلي کې وسله وال طالبان .دا تصویر په ۲۰۰۸ کال په مارچ میاشت اخیستل شوی
د باجوړ په عنایت کلي کې وسله وال طالبان .دا تصویر په ۲۰۰۸ کال په مارچ میاشت اخیستل شوی

شاهنواز ترکزی مهمند اېجنسۍ

د باجوړ د ماموندو هغه ۳۰ تنه ماشومان چې د اختر په دیومه ورځ وسلوالو طالبانو تېښتولي وو لا هم تري تم دي.

ماشومان څنګه ونیول شو؟

د باجوړ د ماموندو د قبیلې ۳۰ تنه هغه ماشومان چې د اختر په دویمه ورځ وسلوالو طالبانو د افغانستان کونړ سیمې ته تېښتولي دي څنګه ونیول شو ،یو تن نورزاده د پېښې پر مهال هلته موجود وو له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، موږ هلته ولاړ وو چې یو څو ماشومان راغلل او راته یې وويل چې د دوی ملګري درو تنو طالبانو له ځان سره بوتلل خو نورو مالومات موږ ته ونشو چې څومره کسان ونیول شو.٬٬

خطرناکه سیمه

نورزاده وايي، کله چې موږ تر کرښې اویښتو نو پاکستانيو امنیتي ځواکونو راته وویل، چې هغې غاړې ته مه اوړي ،د دوی په خبره چې خطرناکه علاقه ده.او بل لوري ته د افغانستان امنيتي کسانو هم راته وویل چې دې غاړې ته مه پورې وځي ځکه چې طالبان پکې ډېر دي دا خطرناکه سیمه ده.او تاسو دلته مه اوړی. موږ ټولو ته هغوی دا وینا کړې وه.خو یو شمېر کسان په ناپوهي سره په شاړه شاړه کې له یوه مانده نه بل ته واویښتل او هلته د طالبانو لخوا وتېښتول شو.٬٬

ځوانان ولې په دغه سیمه کې د اختر مېلې کوي؟

نورزاده وايي ،چې اختر ورځ شي نو ځینې کنډو ته ځي ځینې پرشپ ته ځي.د ماموندو ډېر خلک هلته په سیل وځي.کنډو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډکرښه پروت دی.له چا سره ټېپونه وي.چا ربابونه راخیستي وي.او هلته د اختر خپل ساعتېری کوي.

د کومو کومو سیمو ماشومان تېښتول شوي؟


نورزاده وايي،د طالبانو لخول په تېښتول شويو کې د ترخو،بچۍ،سیسۍ او مډولې ماشومان دي.او ټول ماشومان وو داسې غټ پکې څوک نه وو.

سرکاري هلې ځلې

د باجوړ پولیټیکل اجنټ اسلام زیب وايي،پر ډیورنډ کرښه دواړو غاړو ته د ماموند قبیلې خلک اوسېږي.دوی خپلو کې خپلوي لري.دې غاړې ته د ماموند قبیلې مشران اخته دي چې هغې غاړې سره خپل رابطه جوړه کړي او موږ هم ورسره په تماس کې یو. خبرې اترې روانې دي او ژر به یې حل راووځي.

باجوړ جرګه

د ماشومانو د تېښتولو دا دی شپږ ورځې تېرې شوې خو لاهم د باجوړ ماموند قبیلې مشرانو د هلکانو د راخوشي کولو لپاره جرګه جوړه نکړی شوه.

پولیټیکل اجنټ اسلام زیب وايي،چې دا ستونزه به زغرده هواره شي.خو د ماموندو د قام یوه ملک د نوم نه ښودلو په شرط د مشال ریډیو خبریال شاهنواز ترکزي ته وویل چې جرګه شوېده شوه خو لا تر دې دمه د هلکانو د خوشي کېدو لپاره تللې نه ده.

دغه قامي مشر وايي چې د ماموندو قبیلې کسان په ذاتي توګه له طالبانو سره خبرې کوي چې خپل ماشومان راخوشي کړي.او هیله یې وښودو چې کېدای شي راخوشي شي.

خو ده زیاته کړه چې دا وړه پېښه نه ده .د تېښتول شويو ماشومانو په کورونو کې ویر دی او باید سرکار او د ماموندو قام دواړه یوځای شي چې دغه ماشومان راخوشي کړي.

د طالبانو غبرګون

د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان له مشال ریډیو سره په خبرو کې ويلي چې نیول شوي کسان دده په خبره ماشومان نه دي بلکې ځوانان دي او د دوی د برخلیک پرېکړه به د طالبانو شورا کوي.
XS
SM
MD
LG