د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې اته تنه نور جمهوریت پلوي وژل شوي دي


په شام کې د بشري حقونو کارکونکي وايي چې امنیتي ځواکونو لږترلږه اته تنه ملکي کسان د دې هیواد په شمال ختیځو ښارونو کې د ناکراریو پرمهال پرون وژلي دي .

خو شامي حکومت وايي، چې دا یوه وسله والو ډله وه چې پر یوه موټر یې حمله کړې او ۹ تنه یې وژلي دي . دا ملکی کسان دشام په لرې پرتو او ناکراراه ښارونو عدلیب او حما کې وژل شوي دي .

ملګري ملتونه وايي، چې د رژیم ضد مظاهرو له پیل سره سم په تیرو پينځو میاشتو کې لږترلږه ۲۲۰۰ تنه احتجاجیان د شام امنیتي ځواکونو د خپلو ځپونکو حملو په ترڅ کې وژلي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG