د لاسرسي ځای

لیبییا: قذافي پلو د بني ولید ښار له سپارلو ډډه کړ


معمر قذافي لا هم پر خپله خبره ټینګ ولاړ دی او وايي چې هیڅکله به خپل ځان تسلیم نکړي.د روانې میاشتې پر لومړۍ نېټه هغه په خپل پیغام کې دا څرګندونې کړې وې

معمر قذافي لا هم پر خپله خبره ټینګ ولاړ دی او وايي چې هیڅکله به خپل ځان تسلیم نکړي.د روانې میاشتې پر لومړۍ نېټه هغه په خپل پیغام کې دا څرګندونې کړې وې

د لیبیا عبوري حکومت ته وفادار ځواکونه وايي د پخواني مشر معمر القذافي د پلویانو تر ولکې لاندې ښار ( بني ولید ) په سوله ایز توګه د سپارلو خبرې ناکامه شوې دي .

د لنډمهالې ملي شورا د مرکچي ډلي مشر ویلي چې د مسلې حل يې پوځي قوماندانانو ته پرې ایښی دی .

دې شورا همدا راز له (بي بي سي ) سره په خبرو کې د قذافي د زوی خامیس د وژلو پخلي کړي دي . دوي ویلي چې خامیس طرابلس ته نږدې په جګړه کې وژل شوی او د (بني ولید) ښار ته نږدې خاورو ته سپارل شوی وو .

خو د قذافي د دغه زوی د وژل کیدو په اړه دوه واره مخکې هم ادعا شوې وه . پدې اړه نور تفصيل نه دي ورکړل شوي .

دې چارواکي (بي بي سي ) ته ویلي چې په (بني ولید) ښار کې میشتو ملکي خلکو له دې ویرې چې د قذافي پلویان به ډزې پرې وکړې او یا به یې یرغمال کړي ، له ښاره د وتلو جرات نه دی کړی .

د قذافي ضد ځواکونه چې د ( بني ولید ) ښار یې محاصره کړی وايي، چې حملې ته تیار دي . ویل کیږي چې د لیبیا د قامي انتقالي شورا له رهبري سره تړلي په زر ګونو وسله وال د بني ولید د ښار په محاصره کې لاس لري .

بلخوا د معمر القذافي ویاند موسی ابرهيم ویلي چې په سیمه کې میشت قبایل قذافي ته وفادار دي او وسله غورزولو ته تيار نه دي."له دې یوې خبرې اطمینان درکوم چې بني ولید یوستر او عمده ښار دی او دلته د لیبیا یوه ستره قبیله پرته ده چې له رهبر (قذافي) سره یې اتحاد اعلان کړی دی او له انتقالي شورا سره د خبرواترو ټول وړاندیزونه یې رد کړي دي .٬٬

ویل کیږي چې د لیبیا عبوري حکومت ته وفادارو ځواکونو د قذافي د پلا رني ښار سرت محاصرې ته هم مخه کړې ده .
XS
SM
MD
LG