د لاسرسي ځای

تازه خبر

قذافي پلو د بني ولید ښار له سپارلو ډډه کړې


د لیبیا عبوري حکومت ته وفادار ځواکونه وايي د پخواني مشر معمر القذافي د پلویانو تر ولکې لاندې ښار ( بني ولید ) په سوله ایز توګه د سپارلو خبرې ناکامه شوې دي .

د لنډمهالې ملي شورا د مرکچي ډلي مشر ویلي چې د مسلې حل يې پوځي قوماندانانو ته پرې ایښی دی .

دې شورا همدا راز له (بي بي سي ) سره په خبرو کې د قذافي د زوی خامیس د وژلو پخلي کړي دي . دوي ویلي چې خامیس طرابلس ته نږدې په جګړه کې وژل شوی او د (بني ولید) ښار ته نږدې خاورو ته سپارل شوی وو .

خو د قذافي د دغه زوی د وژل کیدو په اړه دوه واره مخکې هم ادعا شوې وه . پدې اړه نور تفصيل نه دي ورکړل شوي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG