د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار : ځانمرګي بريد، ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله رسولې



سید شاه سقیم - کندهار

ځانمرګى بريد تېر ماښام ناوخته د کندهار هرات پر لويه لاره د باغ پول په سيمه کې د يو ايس پي اى په نامه د يوه شخصي امنيتي کمپنۍ په ساتونکيو شوى دى چې په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته یې اکمالات لېږدول .

چارواکي وايي چې په بريد کې تر اوسه پورې دوه تنه وژل شوي او شل نور ژوبل دي . چې ډېری يې د امنيتي کمپنۍ ساتونکي وو .

د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي، چې ځانمرګى بريد د سرف موټر په وسيله شوى دى او په ټپي شويو کسانو کې يو تن عام وګړى هم شامل دى.

" بريد د يوې امنيتي کمپنۍ په ساتونکيو شوى دى چې بهرنيو سرتېرو ته يې اکمالات لېږدول ، د کمپنۍ ساتونکيو د بريد پر مهال لمونځ کاوو چې يو تن ځانمرګى په چاودېدونکيو توکو بار موټر د دوى په مېنځ کې الوزولى دى ، په دغه بريد کې د کمپنۍ شل تنه ساتونکيو ژوبل شوي او دوه وژل شوي دي ٬٬

د افغان دولت مخالف طالبان وايي چې بريد دوى کړى دى او پکې يې د امنيتي کمپنۍ در ويشت تنه ساتونکي وژلي دي .

څو ورځې وړاندې هم په کندهار کې ورته بريد د شلو په شا و خوا کې کسان مړه او ژوبل کړي وو .
XS
SM
MD
LG