د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بن غونډه د پرامنه افغانستان بنسټ جوړونکې


په کندهار کې وسله طالبانو له ملي پخلاینې سره یوځای کېږي.
۲۰۱۱م کال یولسم اپرېل
په کندهار کې وسله طالبانو له ملي پخلاینې سره یوځای کېږي. ۲۰۱۱م کال یولسم اپرېل
نقیب الله متونوال - خوست

افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې، چې د بن په راتلونکي کنفرانس کې به د افغان ځواکونو د مسؤولیتونو لېږد، سیمه اییزه همکاري او د نړیوالې ټولنې سره د اوږد مهاله اړیکو او سولې په اړه خبرې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي چې د اتوار په ورځ یې د بهرنیو چارو په وزارت کې خبریالانو ته په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، چې افغان دولت د هرهغه اقدام هرکلی کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

د بهرنیوچارو وزارت ویاند د ملاعمر د هغه پیغام په اړه، چې د کوچني اختر په مناسبت یې رسنیو ته استولی وو، وویل چې نه یوازې د طالبانو بلکې د ټولو مخالفینو سره چې د سولې ګام اخلي یوه واضحه پالیسي لري او هیله من دي چې په هېواد کې ټول د سولې لپاره ګډ کاروکړي.

د افغانستان دولت هڅې په بېلابېلو برخو کې روانې دي. د سولې د پروسې او ملي روغې جوړې د پرمختګ لپاره د طالبانو د مشرپیغام په اړه باید ووایم، موږ پخوا هم ویلي، د ټولو هغو عملي اقداماتو هرکلی کوو چې په افغانستان کې د تلپاتې عادلانه او ټول شموله سولې خواته یوګام وي.د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې په اړه یوه واضحه پالیسي لري ، نه یوازې طالبان بلکې د ټولو مخالفینو سره چې د افغانستان دولت خلاف ولاړدي باید د سولې له پروسې سره یوځای شي چې په ګډه یوه حل لاره را وویستل شي.

د کوچني اخترپه مناسبت د طالبانو مشر ملا محمد عمر رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د سولې لپاره باید مشروع لارې چارې ولټول شي.

خو د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوریا وایې، چې د افغانستان دولت تراوسه د سولې لپاره منظم پلان او مېکانېزم نه لري اود افغان دولت دننه ځینې کړۍ شته چې د سولې سره دلچسپي نه لري او نه غواړي چې په هېواد کې سوله ټينګه شي.

افغان دولت له مخالفینوسره د خبرو لپاره منظم پلان او مېکانېزم نه لري. دلته په کابل کې داسې یوه هیله نه لیدل کیږي، چې له طالبانوسره دې خبرې وشي او حتی ځینې دولتي چارواکي نه غواړي چې له طالبانوسره دې خبرې وشي او فکرکوي چې طالبانو ته باید د جګړې له لارې ماتې ورکړل شي ، چې دا امکان نه لري

خو د سیاسي چارو یو بل کار پوه وحید مژده وایې، چې اوس امریکا هم دې پایلې ته رسیدلې، چې په جګړه کې بریالیتوب نشي ترلاسه کولای نوځکه د سوله ییز حل لپاره چمتوالی ښیې.


د طالبانو د مشرپیغام دا معنی لري چې اوس د امریکایانو هغه اهداف چې غوښتل یې ترلاسه یې کړي ناشوني دي، نوځکه دوی هم د سولې لپاره چې باید د هېواد د ټولو قومونو او ډلو سره یوګډ حکومت جوړشي یقیني کړی دی. او امریکایان هم اوس د جګړې پرځای د سولې خبرې په ګټه بولي

که څه هم د بن کنفرانس د جوړیدو لپاره پوره درې میاشتې پاتې دي خوپه اړه یې په رسنیوکې د ښکېلو خواو او د چارو کارپوهانو له خوا بېلا بېل نظریات خپریږي، چې کله کله له دې خبرو د لیریوالي او کله هم د نیږدیوالي احساس کیږي ولې په ټوله کې د افغان ولس هیله سوله ده او له ښکېلوغاړو د جګړې پای ته رسیدل غواړي.

د یادونې وړده، چې د بن لومړى کنفرانس په ۲۰۰۱ لومړي کال کې د طالبانو د رېژیم له ړنګیدو وروسته د امریکا په مشرۍ جوړ او د پخوانیو جهادي وسله والوډلو حضور په کې ډېر وو، چې د چارود کارپوهانو په نظریې د واک بنسټ غلط کېښود، او له دې امله جګړو او ناخوالو دوام وکړ.

دا ځل د بن کنفرانس د افغان دولت په مشرۍ جوړیږي خو معلومه نه ده، چې ګډونوال به یې څوک، څه ډول او د کومو فکرونو خاوندان وي.
XS
SM
MD
LG