د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا:ترکي انجینیران خوشي کړل شو


وسله والو طالبانو د شنبې په ماښام څلور تنه هغه تركي انجينران له بند څخه خوش كړل، چې د تېر ميلادي كال په ډسمبر مياشت كې يې د پكتيا له ډنډې پټان ولسوالۍ څخه تښتولي و.

دغه څلور تنه تركان چې د پكتيا د ډنډې پټان په سرحدي ولسوالۍ كې يې سرحدي پوليسو ته د ودانيو جوړولو په برخه كې كار كاوه، هغه مهال تښتول شوي و، چې د دې ولسوالۍ له يوې سرحدي پوستې څخه د ولسوالۍ مركز ته پر لاره و.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه كې ويلي چې دغه څلور تنه يې د پكتيا ولايت ګاونډ د پكتيكا په ارګون ولسوالۍ كې خوشي كړي دي. د وسله والو طالبانو خبرپاڼه زياتوي چې دغه كسان يې پرته له كومې معاملې د قومي مشرانو په منځګړيتوب خوشي كړي دي.

د پكتيا او پکتيکا ولايتونو سيمه اييز حكومتي چارواكي د دغو څلور تركانو د خوشي كېدو په اړه ناخبري ښيي او زياتوي، چې تر دې مهاله د دغو كسانو په اړه هيڅ معلومات نلري.

دغه څلور تنه راخوشي شوي تركي انجينران، د تېر ۲۰۱۰ ميلادي كال د ډسمبر په شپږ ويشتمه نېټه، د پكتيا ولايت په سرحدي ولسوالۍ ډنډې پټان كې تښتول شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG