د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې له اسلامي شریعیت مه ډارېږی


د امریکا په لاس اینجلس کې شاه فهد جومات
د امریکا په لاس اینجلس کې شاه فهد جومات


د امريکا په زياتره رياستونو کي په دي غور روان دی چې له قانونه اسلامي برخې لري کړي ، د دي بل د منظوريدو وروسته به مسلمانان د دي جوګه نه وي چې د خواړو او ودونوونو مسلې د اسلامي قوانينو مطابق حل کړي.

د امريکا د ټينسي رياست جنرل اسمبلۍ په دي روستيو کي يو بل پاس کړي چي ترمخه يي د شرعي قوانين د پرمختګ سره د امريکا قامي وجود ته زيان رسيږي.

د دي بل ملاتړ کونکي دريځ لري چي دي سره به په هيواد دننه د تره ګرۍ مخه ونيول شي او يهودي او عيسوي اقدار به خوندي کړل شي.

د ريپبلکن ګوند مشر نيوټ ګينګريچ ويلي دي شرعي قوانين په امريکا او نړۍ کي د ازادۍ مخه نيسي.

خو ليکوال وايي دا په مکمله توګه ناسمه خبره ده او دارنګ د شرعيت پرضد جنګ د امريکا جمهوري اقدار او د مذهبي برداشت تاريخ تر پښو لاندې کوي .

همداراز له دې سره د امريکا يانو او په دغه هيواد کي د مخ په زياتيدونکي اقليتونو ترمنځ اختلاف پيدا کيږي.

دا وړنديز چي شرعي قوانين د امريکا د امنيت لپاره خطر رامخ ته کوي ، ليکوال وايي په نولسمه پېړۍ کې دا قسمه الزامات په يهودي قوانينو هم لګيدلي وو ، همدا رنګ دا به ويل کيدل چي دا قوانين نفرت ته هوا ورکوي.

همداراز په ۱۸۰۳ کال کي د فرانس باچا نيپولين د اسمبلۍ غونډه راوبلله او د غونډي ګډونوالو څخه يي دا پوښتنه وکړه چي ايا يهودي قوانين د ملک سره د وفادارۍ مخه نيسي نو ټولو په ځواب کي وويل چي نه.

همداراز د جرمني فلسفي برونو بيور يهوديانو ته دا وړنديز ورکړو که مذهبي قوانين مو له لاسه ورکړل نو ټول قانوني حقونه به لاس ته راوړۍ. همداراز نوموړي په دي خبره ټينګار وکړو چي په يهودي قوانينو عمل درامد کونکي محب وطن نه شي کيدي.

د نولسمې پېړۍ په اخره کي غربي يورپ کي يهوديانو ته پوره شهريت ورکړی شو.

ليکوال وايي امريکايان به ډير خفه شي که مسلمانانو باندي هغه قانوني بنديزونه ولګول شو لکه څنګه چي يو وار په يورپ کي په يهوديانو لګېدلي وو.

که څه هم ځېني امريکايان دا فکر کوي چي په امريکا کي ميشت مسلمانان د دغه هيواد سره وفادار نه دي خو د پروټسټنټ عيسيوي فرقي شپږپنځوس فيصده خلک په دي عقيده دي چي د امريکا مسلمانان وګړي د دغه هيواد سره وفادار دي.

که څه هم دا شک کيږي چي ځېني امريکايي مسلمانان په منځني ختيځ او يورپ کي د سخت دريزو ډلو سره تعلق لري خو د سروې ترمخه د يهوديانو په پرتله مسلمانان د نورو مذ هبونو لپاره زيات برداشت لري.
XS
SM
MD
LG