د لاسرسي ځای

د باجوړ ماشومان لا هم له طالبانو سره قید دي


په باوجوړ کې د طالبانو لخوا په بیا بیا سکولونه ورانېږي چې له لاسه یې په دغه سیمه کې ګڼ ماشومان له زدکړو بې برخې دي

په باوجوړ کې د طالبانو لخوا په بیا بیا سکولونه ورانېږي چې له لاسه یې په دغه سیمه کې ګڼ ماشومان له زدکړو بې برخې دي

د باجوړ د ماموندو هغه ۳۰ تنه ماشومان چې د اختر په دیومه ورځ وسلوالو طالبانو تېښتولي وو لا هم تري تم دي او نه یې د راخوشی کېدو لپاره د قبایلي مشرانو جرګه جوړه شوېده.

په باجوړ اېجنسۍ کې د ماموندو د قبیلي یو مشر د نوم نه ښودلو په شرط له مشال ریډيو سره په خبرو کې وویل چې قبایلي جرګه جوړول هم زښت ګران کار دی.دده په خبره کله چې د جرګې استازي وټاکل شي او په دوی کې پر یوه هم د جرګې د یو بل ټبر لخوا نیوکه یا اعتراض وشي نو جرګه ماته شي.

دی وايي اندېښمن دی چې جرګه دې ژر تر ژره جوړه شي چې نیول شي ماشومان زغرده راخوشي کړل شي.

د ماموندو قبیلي د باجوړ یو مشر ملک عطا الله خان وايي ،د باجوړي طالبانو یو تن ويلي چې د ماموندو قبیلي ماشومان دوی تېښتولي دي او دطالبان شورا به د هغوی په اړه فیصله کوي.دده په خبره د طالبانو مشر له دې سیمې ښکته وتي دي او له هغوی سره رابطه کول هم د باجوړ له لارې نه شي کېدای دده په خبره چې دغه لاره بنده ده نو بله لاره به لټول غواړي.که دې غاړې ته جرګه نه ده جوړه شوې نو هلته د طالبانو غاړې ته څوک شته نه چې خبرې ورسره وکړي.

دی زیاتوي که جرګه جوړه شي او سرکار یې د تورخم له لارې واستوي نو دا یو امکان شته.او هلته د افغانستان کونړ له والي سره خبرې وشي او بیا د هغه په مټ د مرورې له چارواکو سره خبرې وشي نو همدا یوه لار پاتې ده چې هلته بیا جرګه د طالبانو مشران وموموي چې له هغوی سره خبرې وشي.

ملک عطا‌‌ءالله خان وايي،چې د طالبانو لخوا نیول شوي ماشومان د افغانستان د مرورې ولسوالۍ په چینار یا پیتاو کې دي.

د افغانستان د کونړ والي یو مرستیال سیدرحمان بې کور له مشال ریډیو سره په خبرو کې وويل چې دا ماشومان د ډیورڼد کرښې پورې غاړه پاکستانیو طالبانو نیولي دي.نوموړي د مشال ریډیو د خبریال شاهنواز ترکزي ددې پوښتنې په ځواب کې چې مروره ولسوالۍ خو د کونړ برخه ده او نیول شوي ماشومان هم له طالبانو سره په دې سیمه کې دي نو هغه وویل چې کونړ د ډیورنډ کرښې هغه غاړه له چترال نه نیولې بیا د افغانستان تر ننګرهار ولایت پورې له پاکستان سره اوږده پوله لري .او دواړو غاړو ته قبایل خلک اوسېږي او طالبان چې په کومه سیمه کې دي دا له ځنګلونه ډکه علاقه ده اوافغان سرکار هلته د رسېدو امکانات نلري.او دا ماشومانو خپلو پاکستانیو طالبانو دالته خوندي کړي دي.او هغوی ته یوازې دده په خبره د قومي مشرانو له لارې رابطه کېدای شي.

د قامي اسمبلۍ د باجوړ پارلماني غړي اود سېفران ( د قبایلي چارو لپاره وزیر مملکت) انجنیر شوکت الله د مشال له همکار مجید بابر سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان حکومت له وزیراعظم نه نیولې بیا د باجوړ تر پولیټیکل انتظامیې پورې ټول په دې پېښه خبر دي او هڅه کوي چې په خیر خیریت سره دغه ماشومان راخوشي کړي.

په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر شیخ جهانزیب وايی،نه په نیولو او نه د یو چا په بې عزتۍ مسلې حل کېږي . پښتانه خپلې ستونزې په جرګو هواروي او پکار ده چې دغه ماشومان هم د خبرو اترو او روغې جوړې له لارې ازاد کړل شي.

د باجوړ ایجنسۍ اوسېدونکو له مشال ريډیو سره په خبرو کې غوښتنه کوله چې جرګه ژر تر ژره جوړه شي چې دغه ډول د ماشومانو ژوند خوندي کړل شي.
XS
SM
MD
LG