د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سي آی اې او لیبییا حکومت اړيکي جوت شوي


رپورټونه وايي داسې کاغذونه مخې ته راغلي چې په کې د لیبیا د معمر قذافي د استخباراتي ادارو او د امریکا و برېتانیې د استخباراتي ادارو تر منځ په تېرو کالونو کې اړیکي ښودل شوي دي.

دا کاغذونه د بشري حقونو د څار ادارې میندلي دي او ویل شوي چې دا په طرابلس کې د لیبیا د امنیتي ادارې له ودانۍ تر لاسه شوي دي. د بشري حقونو د څار د ادارې د بیړنیو حالاتو د څانګې مشر پیټر بوکایرټ ویلي په دې کاغذونو د قذافي د استخباراتو د پخواني مشر موسا کوسا او د سي آی اې او ایم آی شپږ تر منځ د خط و کتابت پاڼې هم شته دي: (( له دې کاغذونو ډېره واضحه ده چې د سي آی اې او ایم آی شپږ له موسا کوسا سره د ملګرو په شان مراسم ول. په دې خطونو کې اکثر لیکل شوي ګرانه موسا. او دا خطونه د سي آی اې د لوړ پوړو چارواکو لخوا دي.))

د ځېنو کاغذونو په اړه ویل شوي چې په کې ښودل شوي امریکايي او برېتانیوي استخباراتي ادارو د قذافي له رژیم سره مخالفینو ته د سزا ورکولو لپاره مرسته هم کړې ده. ویل شوي ځېنې کاغذونه د امریکا او د پوښتنو لپاره د ترهګرۍ د مشکوکو کسانو له هېواده د باندې د انتقالولو په اړه تفصیلات، په ډاګه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG