د لاسرسي ځای

د امريکا او پاکستان له يو بله رغېده نشته


د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري سره

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري سره


سرچينه: سي اين ډاټ کام
ليکوالان: پيټر برګن او مايکل ميزر

پر سي اين اين ډاټ ويب سايټ خپره شوي دې مقاله کې راغلي په داسې حال کې چې د پاکستان اقتصاد ډير خراب دی او لوی ښارونه يې د سياسي تشدد په غيږه کې دی، د امريکا سره يې اړيکې تر بل هر وخت ډيرې ګډوډې دي. د دې اړيکو د خرابيدو وجه په لاهور کې د امريکا د جاسوسي ادارې ، سي، آيي، ای د يو کارکوونکي له خوا د دوو پاکستانيانو وژل کيدل، وروسته د هغه بندي کيدل او بيا خوشي کيدل، پر قبايلي سيمو د ډرون بريدونه او په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن وژل کيدل دي چې د پاکستان غصه يې راپارولي.

په مقاله کې راغلي چې د امريکا د خفګان لامل د پاکستان له خوا د هغه وسله والو مخنيوی نه کول دي چې د دې هيواد له قبايلي سيمو څخه په افغانستان کې بريدونه کوي او مرګ ژوبله اړوي. له دې وجې د امريکا د کانګرس ځينې غړي پر پاکستان د مالي مرستو ځنډول غواړي.

د دې مقالې ليکوالان وايي که د پاکستان سره د امريکا اړيکې نورې پسې خرابې شي نو د ترهګرۍ په ضد جګړې ته زيان رسيدلی او د امريکا مالي مرستې بنديدلی شي خو په مقاله کې زياته شوي چې امريکا به ونه غواړي چې د نړۍ دوهم لوی مسلمانه ابادۍ لرونکي هيواد او له کلونو کلونو راهيسې ملګري پاکستان سره يې دوستي په دښمنۍ بدله شي.

د سي اين اين په دې مقاله کې زياته شوي چې دواړه هيوادونه يو بل ته اړتيا لري. د پاکستان له مرستې بغير به په جنوبي ایشيا کې د ترهګرۍ پر ضد د امريکا جګړه بريالۍ نه وي او د امريکا له مرستو پرته له هند سره په سيالۍ کې د پاکستان نيوکلير پروګرام کمزوری کيدلی شي خو د دې سره سره ډير څيړونکي وايي چې دواړه هيوادونه بايد د خپلو اړيکو د ښه کولو لپاره له یو بل نه تر يو څه وخته بيل شي او بيا دې خپل منځۍ دوستۍ ته له سره کتنه وکړي.

په مقاله کې وړانديز شوی چې پاکستان او امريکا دې د اوږد مهاله دوستۍ لپاره د يو بل سره تجارتي اړيکې ولري او امريکا دې په پاکستان کې د سياسي اصلاحاتو، ټولنيزو بنسټونو د پياوړي کولو او د خلکو اقتصاد ته د وده ورکولو لپاره مرسته وکړي.

بل وړانديز دا شوی چې پاکستان او امريکا دې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د کار پر مهال له يو بله پټ ګامونه نه پورته کوي ځکه چې کله يوې يا بلې غاړې ته د دې پټو ګامونو پته ولګي نو بيا ترې نور مسايل پيدا کيږي.

ليکوالان زياتوي چې دواړه هيوادونه دې په ښکاره د يو بل سره همکاري وکړي. په مقاله کې راغلي چې په ډرون بريدونو کې د ملکي خلکو د وژنې په اړه د پاکستان انديښنې داسې ځوابيدلی شي چې امريکا د کوم ډرون بريدو ويډيو جاري کړي او له دې لارې د وژل شوو کسانو په اړه واضحه دلايل ووايي چې د په نښه شوو کسانو وژل ولې ضروري دي.
XS
SM
MD
LG