د لاسرسي ځای

زابل : په اختر کې دوه سوه تنه په وبا اخته شوي


د اختر په شپو کې د ناسمو خوړو له امله د نس ناستې وبا زور اخیستی

د اختر په شپو کې د ناسمو خوړو له امله د نس ناستې وبا زور اخیستی



سید شاه سقیم - کندهار


د زابل ولايت دولتي چارواکي وايي چې د نس ناستې ناروغي د اختر په دويمه ورځ د دغه ولايت په مېزانه ولسوالۍ کې لګېدلې ده چې تر اوسه پورې دوه سوه تنه نيولي او څلور يې وژلي دي .

د زابل ولايت د دولتي چارواکيو په خبره دغه ناروغي د چټلو اوبو د څښلو له امله لګېدلې او دا مهال دوى هڅه کوي چې مخه يې ونيسي .

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار مشال راډيو ته وويل چې دا مهال يې سيمې ته د ډاکټرانو يوه ډله لېږلې ده او هغوۍ تر اوسه پورې دوى ته د يادې ناروغي له امله د څلورو د تنو مړه کېدو خبر ورکړى دى .

(( د اختر په دويمه ورځ د مېزانۍ ولسوالۍ په دوو کليو ( اسماعيل کلي او انور کلي ) کې د وبا ناروغي خپره شوې ‎. اوس موږ سيمې ته روغتيايي پلاوى لېږلى دى ، هغوی راته ويلي چې تر اوسه پورې د دغې ناروغي له امله دوه تنه ناروغه شوي او څلور مړه شوي دي . او هڅه کوو چې مخه يې ونيسو ))

څه موده وړاندې هم د زابل ولايت په اټغر او ورڅېرمه د کندهار په معروف ولسواليو کې د نس ناستي ناروغي خپره شوې وه چې د سلو په شا و خوا کې کسان پرې اخته شوې او اته تنه يې وژلي وو .
XS
SM
MD
LG