د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې دې د ورانکارو پر ضد سخته کاروايي وشي


د پاکستاني پوځ د ای اېس پي آر ډایرېکټر جنرل اطهر عباس
د پاکستاني پوځ د ای اېس پي آر ډایرېکټر جنرل اطهر عباس
د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اطهر عباس ویلي د سېند په مرکز کراچۍ کې باید په هدفي وژنو او نا ارامۍ کې د ککړو کسانو پر ضد سخته کار روايي وکړل شي.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال ویلي، اطهر عباس دا خبرې له مطبوعاتو سره د یوې مرکې پر مهال کړې دي. اطهر عباس ویلي د کراچۍ پر حالاتو د خپګان څرګندونه کوي او باید د رېنجر امنیتي ځواک او پولیسو په عملیاتو کې د کراچۍ د مجرمانو پر ضد روان عملیات په ښه توګه تر سره شي او وسله وال پرېنښودل شي چې نورو سیمو ته لاړ شي او له هغه ځایه خپل کارونه وکړي.

په کراچۍ کې د هدفي وژونکو، او وسله والو پر ضد عملیات روان دي. په دې ښار کې له تېر کال راهیسې د هدفي وژنو په پېښو کې په سلګونه کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG