د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او امریکا باید اړیکي ښه کړي


ژباړه: بشیر ګواښ، مشال راډیو

سرچینه: سي این این ټکی کام


پر سي اين اين ډاټ ويب سايټ خپره شوي دې مقاله کې راغلي په داسې حال کې چې د پاکستان اقتصاد ډير خراب دی او لوی ښارونه يې د سياسي تشدد په غيږه کې دی، د امريکا سره يې اړيکې تر بل هر وخته ډيرې ګډوډې دي.

د دې اړيکو د خرابيدو وجه په لاهور کې د امريکا د جاسوسي ادارې ، سي، آی، ای د يو کارکوونکي له خوا د دوو پاکستانيانو وژل کيدل، وروسته د هغه بندي کيدل او بيا خوشي کيدل، پر قبايلي سيمو د ډرون بريدونه او په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن وژل کيدل دي چې د پاکستان غصه يې راپارولي.

په مقاله کې راغلي چې د امريکا د خفګان لامل د پاکستان له خوا د هغه وسله والو مخنيوی نه کول دي چې د دې هيواد له قبايلي سيمو څخه په افغانستان کې بريدونه کوي او مرګ ژوبله اړوي.

له دې وجې د امريکا د کانګرس ځينې غړي پر پاکستان د مالي مرستو ځنډول غواړي.

د دې مقالې ليکوالان وايي که د پاکستان سره د امريکه اړيکې نورې پسې خرابې شي نو د ترهګرۍ په ضد جګړې ته زيان رسيدلی او د امريکا مالي مرستې بنديدلی شي خو په مقاله کې زياته شوي چې امريکا به ونه غواړي چې د نړۍ دوهم لوی مسلمانه ابادۍ لرونکي هيواد او له کلونو کلونو راهيسې ملګري پاکستان سره يې دوستي په دښمنۍ بدله شي.

د سي اين اين په دې مقاله کې زياته شوي چې دواړه هيوادونه يو بل ته اړتيا لري. د پاکستان له مرستې بغير به په جنوبي ایشيا کې د ترهګرۍ پر ضد د امريکا جګړه بريالۍ نه وي او د امريکا له مرستو پرته به پاکستان د هند سره په سيالۍ کې د نيوکلير پروګرام کمزوری کيدلی شي خو د دې سره سره ډير څيړونکي وايي چې دواړه هيوادونه بايد د خپلو اړيکو د ښه کولو لپاره سره تر يو څه وخته بيل شي او بيا دې خپل منځۍ دوستۍ ته له سره کتنه وکړي.

په مقاله کې وړانديز شوی چې پاکستان او امريکا دې د اوږد مهاله دوستۍ لپاره د يو بل سره تجارتي اړيکې ولري او امريکا دې په پاکستان کې د سياسي اصلاحاتو، تولنيزو بنسټونو د پياوړي کولو او د خلکو اقتصاد ته د وده ورکولو لپاره مرسته وکړي.

بل وړانديز دا شوی چې پاکستان او امريکا دې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د کار پر مهال له يو بله پټ ګامونه نه پورته کوي ځکه چې کله يوې يا بلې غاړې ته د دې پټو ګامونو پته ولګي نو بيا ترې نور مسايل پيدا کيږي.

ليکوالان زياتوي چې دواړه هيوادونه دې په ښکاره د يو بل سره همکاري وکړي.

په مقاله کې راغلي چې په ډرون بريدونو کې د ملکي خلکو د وژنې په اړه د پاکستان انديښنې داسې ځوابيدلی شي چې امريکا د کوم ډرون بريد ويډيو جاري کړي او له دې لارې د وژل شوو کسانو په اړه واضحه دلايل ووايي چې د په نښه شوو کسانو وژل ولې ضروري دي.
XS
SM
MD
LG