د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورکیه او اسراییل دې خپل اړیکي سم کړي: بان


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پر تورکیې او اسراییل ټینګار کړی دی چې خپل اړیکي دې سم کړي چې د منځني ختیځ د سولې په بهیر کې کار وکړای شي.

د بان کي مون ویاند بېګا د دواړو هېوادونو پر ډیپلوماټیکي کړکېچ د ژور خپګان ښودنه وکړه. دا کړکېچ د ملګرو ملتونو د هغه رپورټ په اساس رامنځ ته شوی چې په کې ویل شوي اسراییل د غزې تړانګې ته د تورکیې پر مرستندویه کشتیو په برید کې زیات قوت کارولی وو. په دې پېښه کې نهه تورکان وژل شوي ول. د جمعې په ورځ تورکیې له انقرې د اسراییل سفیر و ایسته او له دې هېواد سره یې پوځي همکاري وځنډوله. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي په دې خپه دی چې دواړه هېوادونه د خپلو اختلافاتو پای ته په رسولو کې نه دي بریالي شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG