د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې یو پاکستانی نیول شوی دی


د ایف بي آی لخوا د یوه نیول شوي کس انځور.
د ایف بي آی لخوا د یوه نیول شوي کس انځور.
پامیر ساحل، مشال راډیو


پراګ
- امریکايي چارواکي وايي د ترهګرۍ په تور یې د زبیر احمد په نوم یو کس نیولی دی چې په پاکستان کې زېږېدلی وو. پر دې کس تور دی چې په پاکستان کې یې له یوې وسله والې ډلې سره مرسته کوله. رویټرز خبري اژانس لیکي په ۲۰۰۴ کې زبیر د لشکر طیبه لخوا روزنه هم تر لاسه کړې ده.

د امریکا د پلټنو د فیډرالي ادارې ایف بي آی پر ویبپاڼې په خپور شوي یوه بیان کې لیکل شوي ۲۴ کالن زبیر احمد د ورجینیا ایالت د ووډبرېج اوسېدونکی دی او د جمعې په ورځ نیول شوی دی.

ایف بي آی لیکي پر نوموړي تور دی چې د ترهګر تنظیم په توګه د نومول شوې لشکر طیبه د ملاتړ لپاره یې شیان مهیا کول. پر زبیر دویم تور دا دی چې چارواکو ته یې غلط بیانونه ورکول.

په ۲۰۰۱ز کال کې امریکا لشکر طیبه د بهرني ترهګر تنظیم په توګه نومولې وه.

رویټرز خبري اژانس لیکي پر زبیر احمد تور دی چې د ۲۰۱۰ز کال په سپټمبر کې یې پر یو ټیوب ویبپاڼې یوه ویډیو خپره کړې وه چې د لشکر طیبه د ملاتړ پروپیګینډه په کې شوې وه.


ایف بي آی وايي پر زبیر تور دی چې د لشکر طیبه لخوا یې دا ویډیو تر هغې وروسته خپره کړه چې د طلحه په نوم له یوه کس سره یې خبرې کړې وې.

ایف بي آی وايي په یوې بلې مکالمې کې زبیر د دې کس نوم طلحه سعید واخیست. طلحه سعید د لشکر طیبه د مشر حافظ محمد سعید زوی دی.

پر زبیر تور دی چې په دې خبرو کې ده د تصویرونو، موسیقۍ او ویډیو په اړه خبرې کړې وې چې پر یو ټیوب یې خپرول غوښتل.

د امریکا د پلټنو فیډرالي اداره وايي، په دې ویډیو کې د حافظ سعید، د ځېنو نام نهاده جهادي شهیدانو او هغو ګاډو انځورونه ول چې په بارودي موادو الوزول شوي ول.

پر زبیر تور دی د ۲۰۱۰ز کال په اکتوبر کې یې له طلحه سره بیا اړیکی ټینګ کړ او له هغه یې هدایات تر لاسه کړل او بیا یې په هم هغې پخوانۍ ویډیو کې بدلون راوست او د ۲۰۱۰ز کال د اکتوبر په ۱۶مه یې خپره کړه.

تر دې وروسته ایف بي آی له زبیر سره خبرې وکړې او هغه له دې انکار وکړ چې په دې ویډیو کې لاس لري.

که چېرې پر زبیر احمد تور ثابت شي نو ده ته د ترهګرې ډلې لپاره د شیانو پیدا کولو او ملاتړ په تور د ۱۵ کالونو او د ترهګرۍ د پلټنو پر مهال د غلطو بیانونو پر ورکولو د اتو کالونو د بند سزا اورول کېدای شي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، لشکر طیبه، د هند ضد وسله واله ډله ده. پر دې ډلې تور دی چې په ۲۰۰۸ز کال کې یې د ممبۍ ترهګر بریدونه تر سره کړي ول چې په کې ۱۶۶ کسان وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG